د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۷

ټرمپ د کولمبیا ولسمشر له ګواښ وروسته سپینې ماڼۍ ته ورغوښتی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو سپینې ماڼۍ ته وروباله. دا بلنه د چهارشنبې په ورځ( جنوري ۷ مه) څو ورځې وروسته له دې شوې ده چې ولسمشر ټرمپ ښاغلی پیترو د نشه يي موادو د قاچاق د ادعاوو له امله ګواښلی و او ویلي یې و چې پوځي عملیات به پرې وکړي.

وروسته تر دې چې امریکایي ځواکونو د جنوري په دریمه د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو له واکه لرې کړ او د امریکا متحد ایالتونو ته یې د محاکمې لپاره ولیږداوه، په همهغه ورځ ولسمشر ټرمپ د کولمبیا ولسمشر ته خبرداری ورکړی و چې «پام دې وي».

د چهارشنبې په ورځ، وروسته له نژدې یوه کاله د امریکا او کولمبیا د ولسمشرانو ترمنځ په ټیلفون خبرې وشوې او بیا ټرمپ وویل چې په لنډ وخت کې به له هغه سره وګوري.

ټرمپ په خپله ټروت سوشل پاڼه کې ولیکل چې پیټرو د نشه يي موادو او نورو اختلافاتو په اړه د وضاحت ورکولو په خاطر ده ته ټیلفون کړی.

ټرمپ زیاته کړه چې د پیټرو له زنګ او د خبرو له ډوله راضي دي او په لنډ راتلونکې کې په سپینه ماڼۍ کې له هغه سره د لیدو هیله لري.

امریکایي ځواکونو شنبې سهار وختي د وینزویلا پر پلازمینه کاراکاس برید وکړ، پوځي هدفونه یې بمباري کړل او د ناڅاپي عملیاتو په ترڅ کې یې مادورو له واکه لرې کړ.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو پرمهال کولمبیا ته ورته پوځي تهدید وکړ.

ولسمشر ټرمپ د کولمبیا جمهور رییس د مخدر موادو په قاچاق تورن کړی او پر هغه او د هغه پر کورنۍ یې مالي بندیزونه لګولي.

کله چې له ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې په کولمبیا کې هم د وینزویلا په څېر پوځي مداخله امکان لري که نه، ټرمپ وویل، دا راته ښه ښکاري.

پیټرو د دوشنبې په ورځ وویل چې دی د دغسې ګواښونو په وړاندې د وسلې اخیستو ته چمتو دی.

خو له ټیلفوني مکالمې وروسته پیټرو خپلو پلویانو ته په یوې غونډه کې وویل چې دی په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ لیدو ته چمتو دی، که څه هم تر دې دمه نیټه نه ده اعلان شوې.

هغه وویل، پلان یې درلود چې سختې خبرې وکړي، خو له ټرمپ سره یې تر یو ساعت خبرو وروسته لهجه نرمه کړه.

XS
SM
MD
LG