د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ځینې وکیلان: افغانستان ته د هندي ځواکونو لېږد به حساسیتونه راوپاروي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او شنونکي له هنده د امریکا د دفاع وزیر د دې غوښتنې په اړه چې افغانستان ته دې خپل ځواکونه راولېږي بېلابېل نظرونه لري.

یو شمېر وکیلان وايي، دغه غوښتنه به د سیمه‎ییزو حساسیتونو د راپارولو ترڅنګ د افغانستان په چارو کې پاکستان لا ډېر حساس کړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که هند او امریکا غواړي چې افغانستان باثباته شي نو افغان ځواکونه دې تجهیز کړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازی
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازی

ښاغلي کټوازي زیاته کړه:

"دا د افغانستان په ګټه نه‎ده ځکه د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو حساسیتونه به راوپاروي، د افغانستان جګړه به پراخه کړي ښه خبره دا ده چې د افغانستان او هند د ګټو په پام کې نیولو سره امریکا باید زموږ امنیتي ځواکونه تجهیز کړي، په افغانستان کې د هندي ځواکونو موجودیت ته اړتیا نشته."

د امریکا دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ هند ته رسېدلی دی.

د رپوټونو له مخې د جېمز مټېس او هندي چارواکو ترمنځ به د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي ښاغلي مټېس له هندي چارواکو وغواړي چې یو شمېر هندي سرتیري افغانستان ته واستوي.

له دې څخه وړاندې د پاکستان صدراعظم ویلي و چې په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول دوی ته د زغم وړ نه‎دی.

د پاکستان د صدراعظم څرګندونو په افغانستان کې تُند غبرګونونه راوپارول او افغان حکومت دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې مستقیمه مداخله وبلله.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې ممکن د ځینو هندي سرتېرو استول د دغې ستراتیژۍ یوه برخه وي او یا هم امریکا غواړي هندي سرتېري د امریکايي هغو ځای ونیسي.

له ډلې یې طاهر هاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"امریکايي چارواکي غواړي چې پاکستان یو ځل بیا د پخواني سیال تر فشار لاندې راشي او مهمه مسئله دا ده چې دوی غواړي په دې برخه کې غبرګونونه وګوري، دغه مسئله بد عواقب هم نه‎لري ځکه دلته امریکا شته او افغانستان کولای شي له هندي ځواکونو د افغان ځواکونو په روزنې او تجهیز کې استفاده وکړي."

هند ته د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس د سفر په درشل کې تمه ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د چهارشنبې په ورځ نوي ډهلي ته ولاړ شي.

د اجرائیه ریاست ویاند مرستیال امید میثم وایي، هند ته د ښاغلي عبدالله د سفر هدف د سوداګرۍ او پانګونې په یوه کنفرانس کې ګډون دی او د امریکا د دفاع وزیر سره لېدنه او افغانستان ته د هندي سرتېرو استول د دغه سفر په اجنډا کې نه‎دي شامل.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG