د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

متېس له هند سره د جنګي جټ الوتکو د پلورلو په اړه خبرې کوي


د امریکا دفاع وزیر به نن په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره د دوه اړخیزو مسلو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر به په دې سفر کې له هندي چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت سربېره د پوځي تکنالوژۍ او احتمالا له هند سره د جنګي جټ الوتکو د پلورلو پرمسایلو خبرې وکړي.

جیمز متېس چې نوي ډیلي ته رسېدلی نن یې په نوي ډیلي کې د امریکا په سفارت کې له کارکونکو سره ولیدل او وروسته به د هند له صدراعظم نریندرا مودي، د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال او له خپلې سیالي د هند له نوې دفاع وزیرې نیرمالا سیتا رامان سره خبرې وکړي.

رسنیو هند ته د امریکا د دفاع وزیرسفر ته د افغانستان له اړخه ډېر اهمیت ځکه ورکړی چې په تېره اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د هند د رول د پراختیا غوښتونکی دی.

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:45 0:00

ټرمپ پر نوي ډیلي غږ وکړ چې د افغانستان په امن کولو کې خپله همکاري پراخه کړي.

هند او افغانستان د۹۲پروژو د عملي کولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت په غونډه کې پر همکارۍ غور کېږي

د یادونې وړده چې هند تراوسه له افغانستان سره درې میلیارډ ډالره مرسته کړي ده.

جمیز متېس به په دې سفر کې د افغانستان پر مسئلي سر بېره پر هند د جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر معاملې او دغه راز د پوځي تکنالوژۍ په اړه خبرې وکړي.

پنتاګون ویلي چې متحده ایالات هند ته د یوه با ارزښته او بانفوذه شریک په سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ګټي د جنوبي اسیا له سیمې اخو اوړي.

پر هند چې په نړۍ کې د پوځي وسایلو او تجهیزاتو یو لوی پیرودونکی دي متېس به هڅه وکړي چې د وسلو او تجهیزاتو یوه معامله ورسره نهایي کړي.

د هند پوځ په نړۍ کې د وسلو له لویو پلورونکو هېوادونو سره د ډران الوتکو، جنګي الوتکو او د اوبتلونو د پیرلو په اړه خبرې کړي.

دغه راز له متحدو ایالتونو یې غوښتي چې خپله پوځي تکنالوژي ورسره شریکه کړي چې وکولای شي په خپله په هېواد کې دننه جنګي الوتکې تولید کړي.

خو متحده ایالات غواړي چې هند ورڅخه F- 16 Block 70 جنګي الوتکې وپیري.

امریکا غواړي پر هند یادې الوتکې وپېري.
امریکا غواړي پر هند یادې الوتکې وپېري.

د امریکا د الوتکو جوړولو لوی شرکت بوینګ بیا هند ته وړاندیز کړی چې کولای شي خپلي F/A – 18سوپر هورنیت الوتکې په هند کې تولید کړي که اجازه ولري چې د هند پوځ ته جنګي الوتکې ورکړي.

ټاکل شوې چې دواړه لوري دغه راز د هند او پاسفیک د سیمې پرامنیتي وضعیت په تېره بیا د چین د وروستیو خوځښتونو پر سر راپورته شویو اندېښنو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG