د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

جېمز مټېس د هند له دفاع وزېرې سره د افغانستان په اړه خبرې کوي


د امریکا دفاع وزیر به نن سې شنبه د هند له دفاع وزیرې سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

جېمز مټېس تېره شپه هند ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد له چارواکو سره نن خبرې پیل کړي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس
د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس

ځینو هندي رسنیو ویلي چې ښاغلی مټېس به له هنده وغواړي چې افغانستان ته پوځیان واستوي.

که څه هم په دې اړه تراوسه پورې د امریکا حکومت او دفاع وزارت رسماً څه نه دي ویلي، خو هندي رسنیو ویلي چې جېمز مټېس به په افغانستان کې د هند د رول د زیاتېدا غوښتنه وکړي.

تر دې وړاندې د اګست د میاشتې په پای کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د هند د رول د پراختیا غوښتونکی دی.

خو په کابل کې د اجرائيه رئیس ویاندوی مجیب رحیمي ازادي راډیو ته وویل، نه پخوا او نه هم اوس په افغانستان کې د هندي پوځیانو د حضور غوښتنه شوې ده.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د هند د پوځي حضور بحث یا له هندوستانه دا غوښتنه چې افغانستان ته ځواکونه ولېږي، نه پخوا شوې او نه اوس په اجنډا کې شامله ده، افغانستان کافي شمېر پوځیان لري."

ده په عین حال کې وویل چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر اساس به، افغانستان ته نور ځواکونه راشي چې د افغان امنیتي ځواکونو اړتیاوې به پوره کړي.

هند ته د ښاغلي مټېس سفر د ولسمشر ټرمپ د ادارې د دفاع وزیر لومړنی سفر دی چې په هند کې به درې ورځې تېرې کړي.

هند د افغانستان په بیا رغونه کې مهمه ونډه لرلې ده، تر اوسه پورې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې، ۳ ميلیارده ډالر مرسته کړې ده.

خو پاکستان تل په افغانستان کې د هند د پوځي رول په وړاندې حساسیت ښوولی دی.

که هند افغانستان ته ځواکونه واستوي، د پاکستان احتمالي غبرګون به څه وي؟

په پېښور کې مېشت خبریال او د سیاسي چارو کتونکي رحیم الله یوسفزي وویل چې پاکستان به ځوابي اقدامات وکړي.

خبریال او د سیاسي چارو کتونکی رحیم الله یوسفزی
خبریال او د سیاسي چارو کتونکی رحیم الله یوسفزی

یوسفزی زیاتوي:

"پاکستان به د ناټو ځواکونو اکمالاتي لارې بندې کړي او په افغانستان کې به پخلاینې ته د طالبانو له هڅولو لاس واخلي."

د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي هم تېره اوونۍ په نیویارک کې وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د هند پوځي او سیاسي رول ونه مني.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس او د هغه هندۍ سارې مېرمن نیرمالا سیتارامن به په پاکستان کې د ترورېزم او په سیمه کې د چین پر رول هم خبرې وکړي.

پینتاګون هند ته د ښاغلي مټېس د سفر په درشل کې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د امریکا دفاع وزیر هند ته د یوه داسې مهم او اغېزمن شریک په سترګه ګوري چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره د اسیا په جنوب کې اغېزمن کار کوي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د امریکا دفاع وزیر به په افغانستان کې د ولسواکۍ، ثبات او سوکالۍ لپاره د هند رول وستايي.

XS
SM
MD
LG