د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

ارګ د پاکستان ځواب کې: کابل او ډهلی د ترورېزم په وړاندې ګډ هدف لري


جمهوري ریاست د افغانستان او هندوستان تر منځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو په غبرګون وايي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او خپلې اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ پالي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د اړیکو په اړه دې څوک اندېښنه نه لري، ځکه دا اړیکې د کوم بل هېواد په زیان نه دي.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"افغانستان یو خپلواکه هېواد دی او له هر هېواد سره اړیکې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پالي، موږ او هندوستان د اقتصادي اړیکو تر څنګ د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم یو ګډ هدف لرو، ځکه ترهګري دواړو هېوادونو ته یو ګواښ دی."

ښاغلی مینه پال وايي، له هیڅ هېواد سره هم د افغانستان اړیکې د بل هېواد په خلاف نه دي.

د پاکستان سرپرست صدر اعظم شاهد خاقان عباسي په دې وروستیو کې د خپل سیال هېواد هندوستان اړیکې له افغانستان سره له زغمه وتلي بللي دي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي.

ښاغلي عباسي د پنجشنبې په ورځ د نیویارک د بهرنیو اړیکو د شورا غونډې ته وویل، که هند غواړي له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي خوښه یې، خو نه غواړو او نه یې منو چې په افغانستان کې د هند دسیاسي او یا د پوځي رول شاهدان اووسوو.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د افغانستان او هند د اړیکو د څرنګوالي په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

د دغې جرګې غړي جمعه الدین ګیانوال ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت باید د دا ډول څرګندونو تر اغېز لاندې رانشي بلکې له هندوستان سره خپلې شته اړیکې لا پیاوړي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا د پاکستان ښکاره مداخله ده په داسې حال کې چې افغانستان حق لري له هر هېواد سره چې دوی واغواړي نظامي، امنیتي، اقتصادي، کلتوري او په نورو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي او پراخې اړیکې ولري."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتژي کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د هندوستان د رول د ډېرېدو ویلي او کابل او نوي ډیلي یو له بل سره د ستراتژیکو همکاریو تړون لري.

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:45 0:00

دغه تړون چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې لاسلیک شوی له مخې یې دواړه هېوادونه د پوځي همکاریو په شمول په بېلابېلو نورو برخو کې هم اړیکې جوړولی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG