د افغان حکومت اجرائیه رئیس راتلونکې اوونۍ د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته ځي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، ښاغلی عبدالله به راتلونکې اوونۍ هند ته د خپل سفر پرمهال د ځینو نورو مهمو مسایلو سربیره، یو شمېر اقتصادي تړونونه هم لاسلیک کړي.
که څه هم ښاغلي فیصل د دغو تړونونو په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل خو وايي هند ته به د ښاغلي عبدالله سفر په اقتصادي برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.
جاوید فیصل
نوموړي زیاته کړه:
" اجراییه رییس د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چې په هغه کې به له لسو زیات وزیران هم شامل وي هند ته سفر وکړي، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا له موږ سره هم مرسته کوي چې په افغانستان کې خپلې ټاکلې موخه ترلاسه کړو او سم لورې ته قدمونه کیږدو."
هند ته د اجرائیه رئیس سفر درې ورځنی دی او د هند د لومړي وزیر سره پر کتنې سربیره به نوموړی د افغانستان او هند په یوه ګډ سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.
د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې له ښاغلي عبدالله سره به په دغه سفر کې له لسو زیات وزیران هم مل وي.
تر دې وړاندې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې ویلي و چې عبدالله عبدالله به هند ته د خپل سفر پر مهال له هندي سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګرۍ د فرصتونو د برابرولو، د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت او د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلېز د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان او هند تر منځ هوايي دهلېز پرانیستل شو
1/9
پر افغان تولیداتو بار لومړنی الوتکه د حامد کرزي له نړیواله هوايي ډګره د هند پر لور والوته.
په دغه هوايي کارګو کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت شپېته ټنه د دغه هېواد کرنیز محصولات شامل وو.
د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ د هند او افغانستان د دغه هوايي دهلیز په پرانیست غونده کې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وویل چې په دې سره به ګڼې سوداګریزې او ترانزیتي ننګونې په فرصتونو بدلې کړي.