د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

هند به راتلونکې یکشنبې د «اسیا زړه» ۶ کنفرانس کوربه وي


د افغانستان ګاونډي او ملاتړي هېوادونه به تر دوو نورو ورځو د اسیا د زړه هېوادونو– استانبول پروسې په شپږم کنفرانس کې د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ننګونو څېړنه، له تروریزم سره د مبارزې ګډه ستراتيژي او اقتصادي پرمختګونه هغه مسایل دي چې تمه ده دا ځل د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې پرې خبرې وشي.

یاد کنفرانس د هند په کوربه توب په امرتسر کې راتلونکې یکشنبې پیلېږي چې تمه ده افغان ولسمشر او د هند صدراعظم هم پکې وینا وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد پرون شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یاد کنفرانس اجنډا داسې بیان کړه:

"سږ کال د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږم کنفرانس کې د ننګونو څېړنه او د یادو ننګونو د حل لارو لټول له مهمو او اصلي موضوع ګانو څخه دي، په دغه کنفرانس کې تر ډېره د سیمې امنیتي او سیاسي مسایل څېړل کېږي."

تېر کال د اسیا زړه هېوادونو په پنځم کنفرانس کې چې اسلام اباد یې کوربه و تروریزم نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره ګواښ وبلل شو او ورسره د مبارزې لپاره د یوې ګډې ستراتیژۍ پر جوړولو موافقه وشوه.

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي تېره چهارشنبه د شپږم کنفرانس د امادګۍ په غونډه کې وویل چې تمه ده په یاد کنفرانس کې له تروریزم سره د مبارزې ستراټیژي تصویب شي.

ابدالي: تمه ده یاد کنفرانس کې له تروریزم سره د مبارزې ستراتیژي تصویب شي.
ابدالي: تمه ده یاد کنفرانس کې له تروریزم سره د مبارزې ستراتیژي تصویب شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د شااوخوا څلوېښتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نړیوالو سازمانانونو د استازیو کوربه توب کوي.

د اسیا زړه هېوادونو– استانبول پروسه د افغانستان په وړاندیز د ترکیې په همکارۍ پیل شوه چې لومړی کنفرانس یې په ۲۰۱۲ کال کې په استانبول کې جوړ شو.

له تروریزم سره مبارزه، سوداګري، سیمه ییزه اقتصادي همکاري، له پېښو سره مبارزه او د لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ هغه مهم اصول دي چې د اسیا زړه هېوادونو غړي یې یو یو په تطبیق مکلف ګڼل شوي دي.

خو ایا د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس افغانستان ته څه ګټې کړي؟ خصوصاً چې دا ځل هند د دغه کنفرانس کوربه دی؟

همدا پوښتنه د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزي ځواب کړې ده:

ستانکزی: له دې کنفرانس نه باید استفاده وشي.
ستانکزی: له دې کنفرانس نه باید استفاده وشي.

"دا وار تفاوت دا دی چې د دې غونډې کوربه توب د هند دولت کوي چې هغه په ستراتيژیک لحاظ د پاکستان له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، زه فکر کوم که هندیان وکړای شي چې له لازمو میتودونو څخه استفاده وکړي چې دا کنفرانس مؤثر نتایج ولري، زه هیله من یم لوړپوړي افغان چارواکي چې په دغه کنفرانس کې ګډون کوي له همدې مسئلې لویه استفاده وکړي، خو دې ټکي ته باید پام ولرو چې داسې ناستې د افغانستان څو لسیزې ستونزې په یو وار نشي حلولی."

ښاغلي ستانکزي وویل ممکن د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس تر اوسه تخنیکي لاسته راوړنې کړې وي، خو په عمل کې د افغانستان د ثبات لپاره تر اوسه کوم جدي ګام نه دی پورته شوی.

د اسیا زړه هېوادونو– استانبول پروسه په داسې حال کې د افغانستان د ثبات لپاره هڅه کوي چې په وروستیو څو کلونو کې دغه هېواد نه یوازې ثبات نه دی تجربه کړی؛ بلکې د رسمي شمېرو له مخې په ورځ تر بلې زیاتیدونکې جګړه کې د مرګ ژوبلو شمېر په بې ساري توګه پورته ځي.

راپور:صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG