د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

پاکستان به هند کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي؟


ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید د زیاتېدو په اړه د ملګروملتونو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې وروستی راپور څېړلی او په راپور کې د یادو شویو ارقامو د یادولو ترڅنګ یې په افغانستان کې د مخدرو موادو او کنارو د زیاتېدو عوامل په ګوته کړي دي.

ورځپاڼې د هوا مناسب والی، د ناامنۍ زیاتوالی او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ کمېدا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو اصلي عوامل بللي دي.

ورځپاڼې دې ته هم اشاره کړې چې په سلو کې ۹۳ کوکنار د افغانستان په جنوبي، ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې کرل شوي دي.

انډین ایکسپریس:

انډین ایکسپریس ورځپاڼې بیا لیکلي، پاکستان ښايي په هندوستان کې د افغانستان په اړه په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي.

په وروستیو کې هند له افغانستان، بنګله دېش او بوټان سره په اسلام اباد کې د سارک سرمشریزه تحریم کړه.

خو انډین ایکسپریس ورځپاڼه د چارواکو په قول وايي چې داسي هیڅ دلیل نشته چې پاکستان دې دا کنفرانس بایکاټ کړي ځکه چې دا غونډه د افغانستان په اړه ده.

انډین ایکسپریس ورځپاڼه لیکي، د اسیا زړه کنفرانس د دایروونکو په منځ کې په دې ټینګار کېږي چې پاکستان باید په دې کنفرانس کې ګډون وکړي ځکه چې پاکستان د افغانستان په سوله کې ډېر مهم رول لرلی شي.

ورځپاڼې ته یوه مهم دولتي چارواکي وویل چې پاکستان به د هرې هغې هڅې ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په هدف کېږي.

انډین ایکسپریس وايي، لا څرګنده نه ده چې پاکستان به د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز او که کوم ټیټ رتبه چارواکی دې کنفرانس ته واستوي.

دغه چارواکي همداراز وویل چې په هند کې په اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان ګډون به نړیوالو ته یو قوي پیغام واستوي چې دا هېواد په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره هند ته هم ځي.

XS
SM
MD
LG