خبرونه
سرتاج عزیز به هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې برخه واخلي
پاکستان د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې د دغه هېواد جګ پوړی ډیپلوماټ به په هند کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې برخه واخلي.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویکاس سواراپ وویل، اسلاماباد تائید کړه چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم جګپوړی سلاکار سرتاج عزیزبه د ډیسمبر په درېیمه او څلورمه د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان د پرمختګ او امنیت په اړه بحث کېږي او یو شمېرهندي رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان ولسمشراشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي به دې غونډې ته ویناوې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپا کې بېسارې تودوخه؛ ټرانسپورت او برېښنا له جدي ستونزو سره مخ دي
په اروپا کې بېسارې تودوخې سره سم د اورګاډي پټلۍ، سړکونه او د برېښنا شبکې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
چارواکي د دې وضعیت د کنټرول او د تأسیساتو د ساتنې لپاره له بېپیلوټه الوتکو، د مصنوعي ځیرکتیا له (سنسرونو) او ان د سپین رنګ له کارولو څخه ګټه اخلي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د هوايي ډګر کارکوونکو د دې لپاره چې د ۳۰ درجې سانتي ګراد تودوخې له امله د ځغاستلیکې سطحه زیانمنه نهشي، پرې اوبه وشیندلې.
ناروې همدارنګه د تودوخې پر وړاندې د مقاوم قیر ازموینه هم کوي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اروپا اوسني تأسیسات د سختې ګرمۍ د څپو پر وړاندې چمتو نهدي.
د یوه راپور له مخې، سخت اقلیمي بدلونونه لکه سخته ګرمي، وچکالي او سېلابونه کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې د یورو سیمې اقتصاد تر ۴.۷ سلنې پورې کمزوری کړي.
اروپايي اتحادیه: د افغان ځوانانو د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره پانګونه کوو
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ وايي، د مسلکي زده کړو او کار زده کړې له لارې افغان نجونو او هلکانو ته داسې فرصتونه برابروي چې پرمختګ وکړي او د خپلو ټولنو ملاتړ وکړي.
دې استازولۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه)، د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه ولیکل چې اروپايي اتحادیه له ځوانانو سره د مهارتونو په زده کړه، د کاروبار په پیل او د دوامدارو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو کې مرسته کوي او په دې توګه د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې او ښځې له ثانوي او عالي تحصیلاتو منع کړي او د دوی پر ټولنیز ژوند او کار یې هم سخت محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ تازه تړونونه
د افغانستان، روسیې او قزاقستان شرکتونو د ۴۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) وویل، دغه تړونونه د ساختماني موادو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدماتو په برخو کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمهییزې سوداګرۍ د ودې په هدف لاسلیک شوي دي.
خو دې خونې د هر شرکت د ونډې او د دغو تړونونو د عملي کېدو د وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان او روسیې کلنی سوداګریز حجم شاوخوا ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې ۴ میلیونه ډالر یې د افغانستان صادرات او ۵۳۴ میلیونه ډالر له روسیې واردات دي.
وروسته له دې چې پاکستان سره سوداګريزې لارې وتړل شوې، طالبان هڅه کوي له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د «معلوماتي ملاتړ» نوی ریاست جوړ کړ
افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د "معلوماتي ملاتړ" په نوم د یو نوي ریاست د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس، مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، په یوې تازه غونډه کې ویلي چې د دې ریاست د جوړېدو هدف په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو څارنه، ملاتړ او معلوماتو ته د لاسرسي د زمینې برابرول دي.
طالبان په داسې حال کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ خبره کوي چې واک ته له ستنېدو وروستهیې په تېرو ۵ کلونو کې پر ازادو رسنیو او خبریالانو سخت محدودیتونه لګولي، معلوماتو ته لاسرسی یې محدود کړی او د دې وضعیت له امله سلګونه رسنۍ تړل شوي، یو شمېر خبریالان زنداني شوي او زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه کډه کولو ته اړ شوي دي.
د طالبانو دغو اقداماتو د خبریالانو د ملاتړ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو سختې نیوکې هم راپارولې دي.
امو نهنګانو د درېیم پرلهپسې ځل لپاره د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په یوولسم پړاو کې د امو نهنګانو لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.
د دې سیالیو وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د خوست د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.
سپین غر پړانګانو د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه، خو امو نهنګانو وکولای شول دا هدف په ۱۶ اورونو کې بشپړ کړي او بریا خپله کړي.
دا درېیم پرلهپسې ځل دی چې امو نهنګان د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي خپلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړې وې او د روان کال سیالۍ د دې لیګ یوولسم پړاو و.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنه خبرداری ورکوي چې د ایبولا ناروغۍ په چټکۍ د خپریدو په حال کې ده
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغي تر هغو هڅو ډېره په چټکۍ خپرېږي چې د مخنیوي لپاره یې ترسره کېږي. دې نړیوالې طبي مرستندویه ادارې د دغې ناروغۍ د کنټرول او درملنې لپاره د بیړنیو اقداماتو د پراخولو غوښتنه وکړه.
د رسمي معلوماتو له مخې، د ایبولا تایید شوې پېښې د څه کم پنځو اوونیو په موده کې درې برابره زیاتې شوي او د یکشنبې تر ورځې پورې ۱۹۲۶ ته رسېدلې وې، چې له امله یې ۷۰۲ کسان مړه شوي دي. د MSF په وینا، دا په تاریخ کې د ایبولا ترټولو لویه درېیمه او د ترټولو چټکې پراختیا په حال کې وبا ده.
په کانګو کې یوازې د دغې مرستندویه ادارې د ایبولا د درملنې اووه مرکزونه او څه باندې ۱۵ د قرنطین واحدونه فعال دي.
ایبولا یوه نادره خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د بدن عادي فعالیتونه ګډوډوي او د داخلي یا بهرنۍ وینې بهېدو سبب ګرځي.
د کرکټ د شپږیزې سیالیو اتلولي امونهنګان لوبډلې وګټله
د کریکټ د شپږیزې سیالیو اتلولي امونهنګان لوبډلې وګټله.
د شپږیزې یولسم پړاو پایلوبه کې چې نن چهارشنبې د خوست د کریکټ په لوبغالي کې ترسره شوه، سپین غرپړانګان لوبډلې امونهنګان لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف ټاکلی وچې امونهنګان په ۱۶ اوور کې پوره کړ. د امونهنګان لوبغاړي عمران میر ښه بیټینګ وکړاو ترټولو ډیرې ۷۷ منډې یې جوړې کړې. د افغانستان کرېکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې او سږکال یې یوولسم پړاو و.
افغانان د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لویه برخه جوړوي چې په تیره یوه لسیزه کې یې د جرمني د کاربازار کې مهمه ونډه اخیستې
د جرمني د کارموندنې فدرالي ادارې (BA) د سې شنبې په ورځ وویل چې کډوالو، په ځانګړې توګه پناه غوښتونکو، په تېره یوه لسیزه کې د جرمني د کار بازار ته د اړینو مهارتونو په برابرولو کې مهمه ونډه اخیستې ده.
په نورنبرګ کې مېشتې دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۱۴ کال د جون او د ۲۰۲۵ کال د جون ترمنځ د کارموندنې د ودې د ټولې پروسې ۴۳ سلنه برخه بهرنیو وګړو جوړوله چې شاوخوا یو پر درېیمه برخه یې د هغو اتو هېوادونو د اوسېدونکو له ډلې وه چې ډېری پناه غوښتونکي ترې راځي. افغانستان یوله دغو اتو هیوادونو دی چې د شمیرو له خوا په دې موده کې یې په سلګونو زره اتباعو له جرمني د پناه غوښتنه کړې ده. د دغې ادارې په ټکو که کډوالي نه وای نو د جرمني کاري ځواک به په جدي ډول کم شوی وای.
د راپورله مخې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، د کار کولو عمرلرونکو جرمني اتباعو شمېر ۳،۹ میلیونه راکم شوی، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د کار کولو عمر لرونکو بهرنیو وګړو شمېر ۳،۴ میلیونه زیات شوی دی.
د دې ادراې د اجرائیوي بورډ غړي، ډانیل ترزنباخ، وویل: "دا بدلون د کار بازار ته د بریالي ادغام پایله ده." هغه زیاته کړه: "کډوالو د کارموندنې د زیاتوالي په برخه کې د پام وړ ونډه اخیستې ده." ترزنباخ وویل چې د تېرو پنځو کلونو په موده کې د هغو کسانو شمېر چې د لویو کډوالو هېوادونو څخه راغلي او په بشپړ وخت دندې لري، له دوه برابره څخه هم زیات شوی دی، چې سوریه او افغانستان پکې تر ټولو ستره ونډه لرونکي هېوادونه دي.
د فوټبال نړیوال جام: هسپانیا پایلوبې ته ووت؛ ارجنټاین او انګلستان نن لوبه کوي
د فوټبال د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن چهارشنبې په نیمه پایلوبې یا فاینل کې ارجنټاین او انګلسټان یو دبل په وړاندې د سیالۍ ډګرته وځي. دا لوبه د کابل په وخت د شپې یولس نیمې بجې پیلیږي.
تیره شپه د نیمه فاینل په لومړنۍ لوبه کې هسپانیا د دوو ګولونو په وهلو سره فرانسې ته ماتې ورکړه او پایلوبې یا فاینل ته ووت.
د ننۍ لوبې ګټونکی به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې چې د امریکا د نیوجیرسي په لوبغالي کې ترسره کیږي، له هسپانیا سره مخامخ شي.
متحده ایالاتو د ایران پر پوځي هدفونو د بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړ
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) اعلان وکړ چې د شپې په اوږدو کې یې هرمز تنګي ته نږدې او د ایران د ساحلي سیمو پر پوځي هدفونو د بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړی دی. همدارنګه یې پر هغو بېړیو چې د ایران بندرونو ته روانې وې یا ترې راوتلې، سمندري کلابندۍ بیرته پیل کړې ده. په عین حال کې تهران ویلي یې دي په بحرین او کویټ کې یې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
سینټکام په اېکسپاڼه کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل: "د امریکا جنګي الوتکو، بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او سمندري بېړیو د اووه ساعته عملیاتو په ترڅ کې د ایران د توغندیو او ډرونونو پرمرکزونو، سمندري وړتیاوو او ساحلي دفاعي سیسټمونو دقیق بریدونه وکړل، ترڅو د ایران هغه وړتیا نوره هم کمزورې کړي چې د سوداګریزو کشتیو او ملکي عملو امنیت ګواښي."
سینټکام زیاته کړه: "اوس مهال د امریکا د سمندري ځواکونو له ۲۰ څخه زیاتې جنګي بېړۍ او سلګونه پوځي الوتکې په منځني ختیځ کې په عملیاتو بوختې دي."
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو وویل چې په بحرین او کویټ کې یې د هغو سیمو په ګډون چې د امریکا د پنځم سمندري ځواک له خوا کارول کېږي، د امریکا پر پوځي تاسیساتوبریدونه کړي دي. په همدې حال کې د اردن پوځ د جولای په ۱۵مه راپور ورکړ چې درې ایراني توغندي یې شنډ کړي دي.