د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

کشمیر کې د هندي او پاکستاني سرتېرو په متقابلو ډزو کې ۶ تنه ووژل شول


په کشمیر کې د هندي او پاکستاني سرتېرو تر منځ متقابلو ډزو کې شپږ تنه ووژل شول، په وژل شویو کې څلور پاکستاني سرتېري، یو هندي سرتېری او یو ماشوم شامل وو.

هندي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو لومړی برید پیل کړ.

د هند د پوځ ویاند ډګروال منېش مهتا ویلي چې پاکستاني سرتېرو د دوشنبې په سهار د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په راجوري "Rajouri" سیمه کې د هاوان مرمۍ وویشتلې.

دی وایي، یوه مرمۍ پر یوې قرارګاه ولګېده، یو هندي سرتیری یې ټپي کړ چې هغه وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله مړ شو.

مهتا د پاکستاني ځواکونو دا اقدام د دوو ګاونډیو ترمنځ د ۲۰۰۳ میلادي کال د اوربند ماتونه وبلله او ویې‌ویل چې تر دې وروسته هندي ځواکونو هم متقابلې ډزې وکړې.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس لیکي، په اسلام‎اباد کې د پوځي عملیاتو قوماندان جنرال ساحر شمشاد میرزا هندي ځواکونه تورن کړي چې پر یوه پاکستاني پوځي موټر یې برید کړی او څلور سرتېري یې وژلي دي.

راپورونه وایي، په‎دې پېښه کې درې ملکي وګړي چې دوه د هند تر ولکې لاندې کشمیر او یو د پاکستان له لوري وو، ټپیان شوي دي.

د هند یوه لوړپوړي پولیس افسر ویلي، یوه اته کلنه نجلۍ مړه او مور یې هغه مهال ټپي شوه چې د هاوان مرمۍ یې پر کور ولګېده.

په سیمه کې یوه مدني فعال شاهد اقبال ویلي چې په دې سیمه کې وروستیو پېښو د هندې کشمیر لوري کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ ملکي وګړي اغېزمن کړي دي.

اقبال وایي، راجوري ته نېږدې په پونچ «Poonch» سیمه کې ښوونځي تړلي دي او وروسته له هغه چې یوه ښوونځي ته نېږدې د هاوان مرمۍ ولګېدې نېږدې ۱۲۰ زده‌کوونکي په یوه زرهې موټر کې له هغه ځایه انتقال شوه.

هند او پاکستان دواړه د ټول کشمیر د مالکیت ادعا کوي او دغو دوو اټمي وسله لرونکو هېوادونو د خپلمنځیو درېیو لویو جګړو دوه جګړې پر همدې مسئله کړې دي.

دواړه هېوادونه غالباً په خپلمنځیو نښتو کې یو بل د اوربند په ماتېدو تورنوي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې بیا وسله‎وال یاغیان له ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې د کشمیر د خپلواکۍ لپاره جنګېږي.

هند پاکستان تورنوي چې دغو یاغیانو ته وسلې او پوځي روزنه ورکوي، خو اسلام‎اباد دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG