د لاسرسي لېنکونه

په هندي کشمیر کې پولیسو او مظاهره چیانو نښته کړې


په هندي کشمير کې حکومتي ځواکونو پر هغو خلکو چې د وسله والو د یوه پېژندل شوي مشر، برهان مظفر واني د وژل کېدو د کلیزې لمانځلو لپاره را غونډ شوي وو، اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ.

په سرینګر کې اعتراض کونکو پرون شنبه هندي پولیس په ډبرو وویشتل.

رپوټونه وايي چې له پولیسو سره په نښته کې پرون لږترلږه ۱۵تنه زخمیان شوي دي.

په سرینګر او لږترلږه دریو نورو ښارونکو کې پرون یوشمېر کسان لارو ته را وتلي وو، د وسله والو په ملاتړ او پرسیمه د هند د واکمنۍ پرضد یې شعارونه ورکول.

برهان مظفر واني دوه ویشت کلن و او به هندي کشمېر کې مېشت مسلمانان یې د هندي ځواکونو پر ضد پاڅون ته هڅول.

هغه تېرکال د هند د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

ویل کېږي چې یوشمېر کسانو پرون هڅه کوله چې د واني د کور په خوا مارش وکړي خو پولیسو اجازه ورنه کړه.

XS
SM
MD
LG