د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د هند د پوځ لوی درستیز پاکستان په کشمیر کې د یاغیانو په ملاتړ تورن کړ


هند پر پاکستان سخت انتقاد کړی چې د کشمیر په سرحدي سیمو کې د یاغیانو ملاتړ کوي.

د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بیپین راوټ «Bipin Rawat» د خپل هېواد د پوځ د ورځې په مناسبت وینا کې ویلي چې تر دې مهاله هندي ځواکونو له چین سره د دغو دوو هېوادونو پولو ته نږدې د پاکستان له لوري د اوربند د سرغړونې موارد لیدلي دي او دوی هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي.

نوموړی وايي:

"د پاکستان پوځ په سرحدي سیمو کې د اوربند او هم د یاغیانو د نفوذ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی. موږ غواړو په خپل قوت سره هغوی ته درس ورکړو."

هندي ځواکونه
هندي ځواکونه

پاکستان په ۱۹۴۷میلادي کال کې د خپلواکۍ اخیستلو راهیسې د کشمیر د ملکیت پر مسئله له هند سره شخړه لري.

دواړو هېوادونو په ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ میلادي کالونو کې په‎خپلو کې درې لویې جګړې کړې دي.

هند غواړي د اټمي وسلې له خطر سره سره د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.

د جګړو تر څنګ هند په پرله‎پسې ډول پاکستان په کشمیر کې د یاغیانو په ملاتړ تورنوي او د هند پر پارلمان برید او هم په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په بمبی کې د ډله‎ییزو بریدونو مسؤل پاکستان ګڼي.

سره له‎دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د توافق ۱۴ کاله تېر شوي، خو دواړه هېوادونه کله نا کله یو بل په سرحدي سیمو په تېره بیا کشمیر کې په بریدونو تورنوي.

د هند د پوځ لوی درستیز وایي، اوس‎مهال د دغه هېواد ځواکونه هڅه کوي چې په سرحدي سیمو کې د ستونزو د خورېدو مخه ونیسي.

بیپین راوټ زیاته کړه:

"اوس‌مهال د سرحدي سیمو په شمالي برخو کې بحران دوام لري. په‎دې سیمو کې سرغړونې په دوامداره توګه کېږي. موږ هڅه کوو چې مخه‌یې ونیسو او دې کار ته دوام ورکوو."

پاکستان تر اوسه د هند د لوی درستیز د دې څرګندونو په اړه رسماً څه نه‎دي ویلي، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د هند د عالي کمېشنرۍ مرستیال احضار کړی او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یې د راکټي برید په اړه اعتراض ورته وکړ.

د پاکستان حکومت ګاوتم بمباوالې احضار کړ

په دې حمله کې چې د اسلام‎اباد د ادعا له مخې د هندي ځواکونو له‎خوا شوې، څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند د پوځ د لوی درستیز په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونه غواړي د اټمي وسلې له خطر سره سره د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.

XS
SM
MD
LG