د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

دفاع وزارت: پاکستاني چارواکي د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه ثابت نظر نه‎لري


د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز دا څرګندونې ردوي چې ګوندې ترهګر په افغانستان کې پټن‌ځایونه لري.

د دفاع وزارت وايي، د کوټې شورا، حقاني ډله، القاعده او نورې ټولې ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د خوندي پتن‎ځایونو په اړه د پاکستان د لوی درستیز وروستۍ څرګندونې پر نوموړي هېواد د وارخطایۍ او فشار پایله بولي وايي، دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر پاکستاني چارواکو په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اعتراف کړی.

ښاغلي وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پاکستاني چارواکي په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د څرنګوالي او موجودیت په اړه ثابت نظر نه‎لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"اساسي خبره دا ده چې پاکستان تر فشار لاندې دی، د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو غړو هېوادونو دریځ او په دې وروستیو کې په فرانسه کې په دې اړه خبرې چې پاکستان په تور لېست کې شامل کړي، پاکستان وارخطا کړی، په افغانستان کې هېڅ ډول مرکزونه نه‌شته، ټول مرکزونه اوس هم په پاکستان کې دي، د طالبانو نه نیولې، تر حقاني ډلې، القاعدې او نورو شوراګانو پورې."

دی زیاتوي، په افغانستان کې د ناټو غړي هېوادونه وضعیت له نږدې څاري او نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې چې اصلي ستونزه په پاکستان کې ده.

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې یو نړیوال امنیتي کنفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا کړې چې پاکستان په خپله خاوره کې القاعده، طالبانو او جماعت‌الحرار ډلې ته ماته ورکړې، خو د افغانستان له‎خوا دوی ته موجود ګواښ په خپل ځای پاتې دی.

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه
د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه

نوموړي ویلي، پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې بېلابېل اصلاحي اقدامات کړي، خو دا ډلې لا هم په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري.

باجوه ویلي، په پاکستان کې له ۱۳۰ حملو نه ۱۲۳یې په افغانستان کې پلان شوي او دوی له دې اړخه ډېر زیان لیدلی دی.

په افغانستان کې هېڅ ډول ترهګریز مرکزونه نه‌شته، ټول مرکزونه اوس هم په پاکستان کې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرون یکشنبه په پاکستان کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستانه پر پاکستان د کېدونکو حملو تر شا د هندوستان لاس دی.

خواجه اصف ويلي، زموږ په ختیځ کې پروت دښمن هندوستان زموږ لوېدیځې پولې هم ګواښي.

خو د پوځي او امنیتي چارو افغان کارپوه ګل‎نبي احمدزی وايي، په داسې حال کې چې د پاکستان اصلي څېره ښکاره شوې، هغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې فکر بدلول غواړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د دغه هدف لپاره پاکستاني استخبارات ان په خپل هېواد کې هم حملې پلانوي او پړه‌یې په افغانستان واچوي.

ګل نبي احمدزی
ګل نبي احمدزی

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"دوی له یوې خوا عذر وړاندې کوي، بل‎خوا کابل ته پلاوي رالېږي، په ورته وخت کې نړیوالو ته لابي ګري کوي، له بلې‎خوا تور په موږ پورې کوي، زه په یقین درته ویلی شم چې هغه ډلې چې د پاکستان له‎خوا یې ملاتړ کېږي، په نظامي موټرو کې په پېښور او نورو ځایونو کې د حملو لپاره ځای پر ځای کېږي او بېرته‌یې دوی خپلو پټن‎ځایونو ته راوړي."

دی وايي، په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د څرنګه فعالیت په اړه نړیوالو ته مهم اسناد سپارل شوي او په دې برخه کې د هغه هېواد څرګندونې نور چا ته د منلو نه‎دي.

ښاغلی احمدزی وړاندیز کوي چې نور باید د پاکستاني چارواکو په خبرو باور ونه‎شي او نړیواله ټولنه او افغانان‌یې پر وړاندې یو موټی ودرېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG