د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

زاخېلوال: افغان سولې سره د پاکستان ځيني مثبت پیغامونه او نښې موجودې دي


پاکستان ته د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له افغان سولې سره د پاکستان د همکارۍ ځیني مثبت پیغامونه او نښې موجودې دي.

  • هغه دا خبره د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا پاکستان په وروستیو کې د همکارۍ هوډ لري که څنګه؟

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه:

"بلې هو، وي به، خو دا چې د کابل د پروسې کنفرانس په همدې هدف دی، موږ به پرېږدو چې هغه پیغامونه د هغې لارې د خلکو غوږونو ته ورسېږي."

پاکستان ته د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حضرت عمر زاخېلوال
پاکستان ته د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حضرت عمر زاخېلوال

ښاغلي زاخېلوال په داسې حال کې د پاکستان له‎خوا له افغان سولې سره د همکارۍ د مثبتو پیغامونو موجودیت تأیید کړ چې اوونۍ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له پاکستان سره په مهمو مسایلو موافقې ته نه‎دی رسېدلی.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پاکستان ته د یوه پلاوي تر سفر وروسته د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دواړو خواوو د همکاریو د پراختیا لپاره د یوه مېکانیزم پر جوړولو په خبرو کې پرمختګ کړی، خو د ترورېزم پر ضد په مبارزه، د تشدد کمول او د سولې لپاره په جوړجاړي کې موافقې ته نه‎دي رسېدلي.

د بهرنیو چارو وزارت: له پاکستان سره په مهمو مسئلو کې پرمختګ نه‌دی شوی

په پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي زاخېلوال وویل، د دې لپاره چې د سولې په برخه کې پيغامونه په واضح توګه انتقال شي، دی به په خپله کابل ته راشي او موجوده مسایل له ولسمشر اشرف غني او نړیوالو متحدینو سره شریکوي.

حضرت عمر زاخېلوال په کابل کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي تدامیچي یاماموتو او د اروپايي ټولنې له سفیر پیېر نایادو سره د یکشنبې ورځې د ناستې په اړه ټویټ کړی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی

هغه لیکلي چې له دغو دواړو چارواکو سره‌یې په روان وضعیت، سولې او کډوالۍ په اړه خبرې وکړې.

افغان سفیر زاخېلوال همداراز وویل، د کابل پروسې د راتلونکې اوونۍ غونډې ته به لوړپوړي چارواکي راځي او د ټولو ښکېلو خواوو لپاره به مثبت او رښتیني پیغامونه وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"اشتراک به په پورته سطحه کې اوسي. خپله کنفرانس به مثبت پیغامونه ولري. مثبت پیغامونه به هم د طالبانو په طرف وي، هم به ولس او هم به پاکستان او سیمې ته اوسي. دا پیغامونه به مثبت او له صداقته ډک وي. زموږ امید دا دی چې دې پیغامونو او طرحې ته چې وړاندې کېږي د سیمې هېوادونه لکه پاکستان لبیک ووايي او د همکارۍ ژمنه وشي."

د راتلونکې اوونۍ په چهارشنبې ورځ به د کابل پروسې ناسته د ۲۵ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون وشي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په وینا د کابل پروسې غونډې ته به له سولې سره د همکارۍ او د امنیتي ګواښونو د کمولو طرحې وړاندې شي.

پاکستان که څه هم د ترورېستي ډلو د پناه ورکولو تورونه ردوي، خو د افغان سولې په اړه‌یې وخت ناوخته د همکارۍ سینه هم ډبولې ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG