د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ګوترس: د افغان چارواکو اندېښنې به له امنیت شورا سره شریکې کړم


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته وویل چې د دوی اندیښنې به د امنیت شورا غړیو ته ورسوي.

نوموړی وايي:

"څرنګه بېرته نیویارک ته ورسېږم د خپل سفر او د دې سفر د نتیجو په اړه به امنیت شورا ته راپور ورکړم، همدا راز به هغه اندیښنې چې د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس راسره شریکې کړې دي، هغه به له امنیت شورا سره شریکې کړم."

ښاغلي ګوترس زیاته کړه چې دی هیلمن دی چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هغه اصلاحات تصویب شي چې له ترورېزم سره په مبارزې کې اړتیا ورته شته. په دې برخه کې سرمنشي نور تفصیل ورنه کړ.

بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي له ولسمشر اشرف غني سره پرون د لیدو پر مهال د دولت مخالف وسله‎والو سره د سولې پر هڅو ټینګار وکړ.

تر دې لیدنې وروسته ګوترس په کابل کې خبري غونډې ته وویل:

"زه په دې باور یم چې دغه اوسنۍ جګړه پوځي حل لاره نه‎لري، نو ښکاره ده چې موږ د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوو چې د افغان حکومت په مشرۍ وي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون له اجرائیه رئیس سره هم خبرې وکړې. د دې لیدنې کتنې پر مهال عبدالله عبدالله وویل چې په سیمه کې د افغانستان ستر جنجال له پاکستان سره دی او په وروستیو ورځو کې داسې هیله پیدا شوې ده چې د دواړو هېوادو اړیکې ښه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون له اجرائیه رئیس سره هم خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون له اجرائیه رئیس سره هم خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ژمنه وکړه چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو د ښه کېدو لپاره ملګري ملتونه خپلې هڅې ونه سپموي.

په دې اړه ګوترس وویل:

"موږ همدا راز پر هغو لارو چارو وغږېدو چې ملګري ملتونه څرنګه د هغو خبرو اترو ملاتړ وکړي چې د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هېوادو د همکارۍ لپاره وي، همدا راز د افغانستان او هغو هېوادو ترمنځ وي چې د امنیت لپاره له ترورېزم سره په مبارزه دي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس تېره اوونۍ په قزاقستان کې د شانګهای سازمان د غونډې ترڅنګ د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره د اسلام‎اباد او کابل ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې وې او مخکې تردې چې کابل ته راشي د سې شنبې په ورځ یې د ترکمنستان په مرکز عشق‎اباد کې د منځنۍ اسیا د هېوادو له یو شمېر وزیرانو سره د سیمې د هېوادونو پر اړیکو او له ترورېزم سره د مبارزې پر ګډو هڅو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG