افغانستان
ګوترس: د افغانستان لانجه په جګړې نه هوارېږي
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترس ویلي چې د افغانستان لانجه په جګړې نه بلکې په سوله ییزې او سیاسي لارې هوارېږي.
انتونیو ګوترس نن کابل ته په رسېدو دا خبره کړې ده.
"د افغانستان په کړکېچ کې ټول ښکېل خواوې باید سره کښېني او په دې پوه شي چې جګړې نظامي حل نه لري، موږ باید سیاسي حل لارې ولټوو او سولې ته اړتیا لرو."
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي مخکې ویلي و چې د ملګرو ملتونو سازمان په سختو او له کړاوونو ډکو حالاتو کې له افغانستان سره ولاړ دی.
انتونیو ګوترس د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تر سفر وروسته افغانستان ته ولاړ او له یو شمېر کورنیو بې ځایه شویو سره یې هم ولېدل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپايي ټولنه په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۰ میلیونه یورو ورکوي
اروپايي ټولنې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته ځانګړې کړې، څو په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو ملاتړ وکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دا پیسې به د اساسي خدمتونو، د معیشت د ملاتړ، مسلکي زده کړو او د راستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره ولګول شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافېرې، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي چې اروپايي ټولنه د راستنېدونکو د بیا ادغام ملاتړ ته ژمنه ده او له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې د بېځایه کېدو بحران ته د کمولو لپاره تر ۱۴۰ میلیونو یورو ډېره مرسته کړې ده.
د افغانستان او هند سوداګریزې خونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د هندي پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړ
د افغانستان او هند سوداګریزې خونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د هندي پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې مشرتابه او غړو چمتووالی ښودلی چې د دغه هېواد سوداګر به د درمل جوړونې، لوژستیک، ترانسپورټ او تولیدي سکتورونو په برخو کې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره همکاري وکړي.
دې خونې پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې دا ژمنه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د ګډو همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
یادې خونې زیاته کړې چې ټاکل شوې د هند یو ۲۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي، او د هند د سوداګرۍ خونې د دغه سفر تایید کړی دی.
تمه کېږي چې د دغه پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډو پروژو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
یوناما: په دیپلوماسۍ کې د ښځو ګډون د سولې لپاره اړین دی
افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) دیپلوماسۍ کې د ښځو د ګډون د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په ټولنیز ژوند کې د ښځو د حضور پر اهمیت ټینګار کوي.
یوناما د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې په تصمیم نیولو، ديپلوماسۍ او دسولې په هلوځلو کې د ښځو واقعي ګډون دیوې تلپاتې، متوازنې او سوله ایزې ټولنې لپاره اړین دي.
یوناما ټینګار کوي چې ښځې په نړیوالو اړیکو کې یواځې ګډون کوونکې نه دي بلکه د سولې دمنځګړیتوب په برخه کې خپلو هلوځلو سره کولای شي دیوې ډیرې عادلانه او امن لرونکې نړۍ په رامینځ ته کولو کې برخه واخلي.
یوناما د دیپلوماسۍ او عامه خدماتو په برخه کې دافغان نجونو او ښځو لپاره د برابرو فرصتونو په رامینځ ته کولو ټینګار کوي.
د جون ۲۴ مه په دیپلوماسۍ کې د ښځو دګډون نړیواله ورځ ده.
سره لدې چې طالبان وايي افغانستان کې یې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي خو ددوی ترحاکمیت لاندې په تیرو ۵ کلونو کې ښځې او نجونې د مشرتابه له دندو یو مخ لیرې کړای شوي دي او په زده کړو اوکارباندې یې هم محدودیتونه لګول شوي دي.
افغانستان کې چارواکي د هرات ښار د ماستر پلان د تصویب خبر ورکوي
هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکي د هرات ښار د ماستر پلان د تصویب خبر ورکوي.
د هرات ولایت مقام په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه جامع پلان له تقریبا دوو کلونو تخصصي څیړنو او مطالعاتو وروسته بشپړ او کابل کې د ریاست الوزرا لخوا منل شوی دی.
خبر زیاتوي چې دغه پلان چې راتلونکو کلونکو کې دهرات د ودې او پراختیا مسیر ټاکي ، د استوګنیزو ، تجارتي ، صنعتي او تفریحي ځمکو د کارونې د تنظیم په موخه جوړ شوی او په ۵۰ زره جریبه ځمکه کې د هرات د نوي ښار پراختیا په کې شامله ده.
هرات د افغانستان په لویدیځ کې لرغونی ګڼ نفوسه ښار دی چې په وروستیو کلونو کې په کې سوداګري او صنعت نسبتا ښه وده کړې.
د رسمي ارقامو له مخې هرات ولایت څه دپاسه دوه ملیونه نفوس لري چې شاوخوا ۶۵۰ زره کسان یې په هرات ښار او پاته نور په ولسوالیو کې اوسي.
اروپایي کمیسیون: له طالبانو سره د بروکسل په ناسته کې د اروپایي پنځلسو هیوادونو چارواکو ګډون کړی و
د اروپایي اتحادیې چارواکو تایید کړه چې د سې شنبې په ورځ یې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره افغانستان ته د افغانانو د بیرته ستنولو پرموضوع خبرې وکړې. اروپایي ټولنې د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي ته چې مشري یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي کوي، بلنه ورکړې وه. اروپایي کمیسیون دا د تخنیکي سطحې یوه ناسته بللې چې د چارواکو په خبره هدف یې افغانستان ته د هغو افغانانو د بیرته استولو لپاره د اسانتیا رامنځ ته کول و چې په اروپایي هیوادونو کې یې درانه جرمونه ترسره کړي یا امنیتي ګواښ ګڼل کیږي. د دې کمیسیون په وینا په دې ناسته کې د اروپایي اتحادیې او د شنګین زون د پنځلسو غړیو هیوادونو چارواکو ګډون کړی و. دا په څه کم پنځو کلونو کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته لومړی ځل دی چې اروپایي اتحادیه په بروکسل کې د طالبانو له چارواکو سره غونډه کوي. پردې غونډې د بشري حقونو یوشمیرډلو سخت انتقاد کړی او له اروپایي هیوادونو یې غوښتي چې خپل هیواد ته د افغانانو له بیرته استولو لاس واخلي ځکه د دوی په خبره هلته بشري وضعیت خطرناک دی.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو عمومي اداره: تراوسه نژدې اتلس ملیونه بریښنایي تذکرې ویشل شوې دي
د طالبانو ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي چې په افغانستان کې د بریښنایي تذکرو یا پیژندپاڼو د ویش له پیلیدو راهیسې نژدې اتلس ملیونه پیژندپاڼې هیوادوالو ته ویشل شوې دي.
د دغې ادارې په وینا یوازې د روان ۱۴۰۵ کال په لومړیو درې میاشتو کې څه باندې ۳۸۱ زره کسانو ته بریښنایي پیژندپاڼې ویشل شوي چې څه باندې ۲۷۹ زره یې د نارینه وواو څه باندې ۱۰۲ زره یې د ښځینه وو لپاره وې.
دې ادارې ویلي چې ترټولو ډیرې بریښنایي تذکرې په کابل کې ویشل شوې دي. د دې ادارې په خبره په ټول افغانستان کې د بریښنایي تذکرو د ویش ۸۷ مرکزونه فعال دي.
د افغانستان د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر په رسمي توګه د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې پيل شو، چې وروسته د هیواد نورو ولایتونو ته وغځید.
قزاقستان وایي، په کابل کې د سوداګریز فورم په ترڅ کې د شاوخوا ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه او قراردادونه لاسلیک شوي دي
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت وایي چې په کابل کې د قزاقستان او افغانستان د درې ورځني سوداګریز فورم په ترڅ کې د شاوخوا ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه او قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د قزاقستان د رسنیو د راپورونو له مخې دغه تړونونه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۲۱مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې کابل ته د قزاقستان د سوداګریز او اقتصادي پلاوي چې مشري یې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین کوله، د سفر پر مهال لاسلیک شول. د دې وزارت په خبره د افغانستان او قزاقستان په سوداګرۍ فورم کې له ۵۰ څخه ډېرو قزاقستاني شرکتونو او افغان سوداګریزو شرکتونو او تر ۳۰۰ ډېرو استازیو ګډون کړی و. په دې فورم کې ډیرو هغو شرکتونو ګډون کړی و چې د کرڼې، صنعت، خوراک، نساجۍ، کیمیاوي او درمل جوړونې سکتورونو کې فعالیت کوي."
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې مخکې ویلي وو چې له قزاقستاني لوري سره قراردادونه د درملو، غنمو، اوړو، غوړو، تازه او وچو مېوو، سبزیجاتو، کچالو او بانکي خدماتو په برخو کې شوي دي.
چارواکو ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري نژدې دوه برابره شوې او دواړه لوري هڅه کوي چې کلنۍ سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوي.
بروکسل ته د طالبانو د حکومتي پلاوي سفر پای ته ورسید
بروکسل ته د طالبانو د حکومتي پلاوي سفر پای ته ورسید.
د دغه پلاوي یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،" خبرې رغوونکې وې او هیله شته چې مثبت پرمختګ وشي".
اروپايي کمیسیون نن سه شنبې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د طالبانو د حکومت د پنځه کسیز پلاوی کوربه و.
اروپايي چارواکو دغه طالب پلاوي سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کولې.
اروپايي ټولنه وايي، هغه افغان کډوال ستنوي چې په جرمونو کې ښکیل دي او اروپايي هېوادونو ته خطر پېښوي.
د طالب پلاوی مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.
قهار بلخي په یو بیان کې ویلي،" په اروپايي ټولنه کې د کونسلي چارو له سره پیلول او د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کول د خبرو اترو برخه وه".
د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د طالبانو د حکومت لخوا د شپږو نورو دیپلوماتانو پر منلو هم هوکړه کړې ده.
اروپا ته د دغه پنځه کسیز پلاوي راتګ د بشري حقونو د ملاتړو پراخ غبرګونونه پارولي او دوی ټینګار کوي چې اروپا باید افغانستان ته کډوال ستانه نه کړي.
د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوی بروکسل ته ورسید
د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوی بروکسل ته ورسید.
یوې باخبره سرچینې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،" دغه پلاوی نن سه شنبې بروکسل ته ورسید او افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه به د اروپايي کمیسیون له چارواکو سره خبرې وکړي".
د پلاوی مشري د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قهاربلخي کوي.
اروپايي چارواکو تایید کړې چې دغې پلاوي ته بلجیم هېواد یو ورځینۍ ویزې ورکړي.
اروپايي ټولنې ویلي، هغه افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکیل دي بیرته افغانستان ته ستنوي.
ریچارډ بېنیټ له اروپايي ټولنې غوښتي چې افغان کډوال د افغانستان خطرناکو شرایطو ته ستانه نه کړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بېنیټ پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې افغان کډوال افغانستان ته ستانه نه کړي.
هغه نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې جدي خطر دی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی تضمین دغه خطر رفعه کولی نشی، زه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غواړم چې افغانان خطرناکو شرایطو ته ونه لیږي".
تمه ده نن د طالبانو د حکومت یو پنځه کسیز پلاوی اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه د خبرو اترو په موخه بروکسل ته ورسیږي.
اروپايي ټولنه وايي، هغه زرګونه افغانان چې جرمي دوسیې لري او یا یې هم د پناغوښتنې شرطونه نه دي پوره کړي، افغانستان ته ډیپورتوي.