د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي کابل ته را ورسېد


د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترس نن کابل ته ورسېد او تمه ده له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

ښاغلي ګوترس په خپل رسمي ټویټر لیکلي چې کابل ته ورسېدم او له افغان چارواکو او افغانانو سره به خبرې وکړم.

هغه دا هم لیکلي چې ملګري ملتونه په سختو حالاتو کې له افغانستان سره ولاړ دی.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست حسین مرتضوي هم ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی انتنیو ګوترس به نن له غرمې وروسته له ولسمشر غني سره وګوري.

ګوتریس په کابل کې د خونړۍ ټانکر بم حملې څخه چې څه باندې یو نیم سل کسان يې ووژل دوه اوونۍ وروسته کابل ته رسیږي.

پرون د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي مرستیال یانک کوبیش هم له ولسمشر سره وکتل او جمهوري ریاست هیله وښوده چې ملګري ملتونه په خپله ماموریت کې د افغان حکومت وړاندیزونه په پام کې ولري.

پخواني معلومات:

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي کابل ته راورسېد.

د ولسمشرۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی انتنیو ګوترس به نن له غرمي وروسته له ولسمشر غني سره وګوري.

XS
SM
MD
LG