د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

محمد حنیف اتمر پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره سعودي عربستان ته ولاړ


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته ولاړ.

له سعودي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې، د ترورېزم پر وړاندې ګډه مبارزه، د امنیتي او ځینو نورو مسایلو په اړه بحث سعودي عربستان ته د محمد حنیف اتمر د سفر مهمه برخه جوړوي.

د امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې سعودي عربستان ته د ښاغلي اتمر سفر د سعودي د شهزاده په بلنه ترسره شوی او تمه چې په ریاض کې له لوړ پوړو سعودي چارواکو سره وګوري.

قادر شاه
قادر شاه

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي امنیت سلاکار به په دغه سفر کې د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري، د دغه سفر هدف د سولې، سوداګریزې راکړې ورکړې، د دواړو هېوادونو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او دغه شان د امنیتي مسایلو د همکارۍ په اړه به هم خبرې وشي."

په ورته وخت کې یوې باوري حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې سعودي ته د حنیف اتمر د سفر یو هدف د ترورېزم پر وړاندې د عربي هېوادونو د اجماع رامنځته کېدل دي.

له دې وړاندې افغان چارواکو له پاکستان سره د سعودي عربستان ښو اړیکو او پر وسله والو طالبانو یې نفوذ ته په پام سره هیله ښودلې چې ریاض د سولې په برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.

سعودي عربستان
سعودي عربستان

د سیاسي چارو افغان کارپوه امین الله شارق هم ورته نظر لري وايي، که سعودي عربستان وغواړي کولای شي چې له افغانستان او سیمې سره د امنیت په ټينګښت کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که سعودي عربستان د افغانستان د خلکو او د سیمې له هېوادونو سره مرسته وکړي نو زما په باور بې اغېزه به نه وي، په ورته وخت کې که دغه هېواد په متخاصمو او تروریستي ډلو خپلې اقتصادي مرستې بندې کړي نو ډېرې مثبتې پایلې به ولري."

سعودي عربستان هغه اسلامي هېواد دی چې د ډېرو په باور کولای شي افغانستان سره د سولې او امنیت د ټینګښت ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم همکاري وکړي.

که څه هم تردې دمه له افغانستان سره د سعودي عربستان مرستې د پام وړ نه دي خو ښايي دغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سفر هیله بخښوونکی وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG