د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

کټوازی: د سعودي منځلاری اسلام پر افغانستان مثبت اغېر لرلی شي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د نړیوالو چارو کارپوهان وايي، په سعودي عربستان کې اصلاحات او منځلاری اسلام به د افغانستان پر روانو حالاتو مثبت اغېز ولري.

دوی وايي، د سعودي چارواکو چې تر دې وړاندې یې د خپلو اهدافو لپاره د افغان حکومت له ځینو وسله والو ډلو په پټه ملاتړ کوی دغه اصلاحات به یې تر یوه حده مخه ونیسي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي نادرخان کټوازي د شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، په سعودي عربستان کې هر ډول اصلاحات کولای شي د افغانستان پر روان وضعیت مثبت اغېز ولري.

نادر خان کټوازی
نادر خان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"موږ او تاسې پوهېږو چې په عربستان کې داسې کړۍ شته چې له طالبانو سره اقتصادي مرستې کوي، که چېرې د عربستان دغه اصلاحات عملي شي، زما په نظر پر افغانستان به یې اغېز ډېر ښه وي، ځکه هغه وسله وال چې له سعودي عربستان سره ښې اړیکې لري، هغوی به منځلاریتوب غوره کړي او د سولې خبرو ته به وهڅول شي."

د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په دې وروستیو کې هڅې پیل کړي چې په سعودي عربستان کې منځلاری اسلام پلی کړي.

د سعودي عربستان حکومت د نبوي احادیثو د اصلاح لپاره یوه کمېټه ګمارلې، د سعودي د چارواکو په وینا دغه اقدام یې د دې لپاره کړی چې له احادثو د ناسم تعبیر ستونزه حل شي.

دغه شان د دغه هېواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړې ده.

سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي د عربستان شاهي کورنۍ د خپلو اهدافو د خوندیتوب لپاره په نړۍ په ځانګړې ډول په منځني ختیځ او د افغانستان په ګډون په جنوبي اسیا کې سیاسي لاس وهنې کړي دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم وايي، سعودي عربستان د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتیژۍ سره د ځان سمونې په هدف هڅې پيل کړې او یاد اصلاحات هم د دغې لړۍ یوه برخه ده.

ښاغلی خادم وايي، یاد اصلاحات به پر هغو کسانو چې اسلام یې په افغانستان کې ناسم کارولی ښه اغېز ولري او افغان سولې ته به لاره هواره شي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"زه باور لرم که چېرته دغسې، څه رامنځته شي د افغانستان پر وضعیت باندې اغېز لرلی شي او هغه کسان چې اسلام یې په افغانستان کې ناسم کارولی او جنګ جګړې د حل یوازنۍ لار ګڼي، د هغوی پر فکرونو اثر کوي او سولې ته لاره هوارېږي."

د ولسي جرګې بل غړی صالح محمد صالح وايي، اسلام په خپل ذات کې یو بشپړ دین دی، څوک ورکې اصلاحات نه شي راوستلای.

ښاغلی صالح زیاتوي له بده مرغه د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې له اسلام نه ناوړ تعبیر کېږي او هر څوک یې د خپلو اهدافو لپاره تفیسر او کاره وي.

نوموړی وايي، له اسلام نه سم تعبیر او برداشت د افغانستان په ګډون د ټولو اسلامي هېوادونو د ستونزو له حل او د جګړو له ختمېدو سره مرسته کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG