د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

مسیر: پر اسلام‎اباد د نړیوالې ټولنې د فشار لومړنۍ پایله


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راروانې غونډې او د ځان وژونکو حملو په اړه د پاکستاني عالمانو پر فتوا بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي.

ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیر په حواله لیکلي دي چې د امنیت شورا دا غونډه به د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه وي او دوی به په پاکستان کې د وسله‎والو د پټن‎ځایونو موجودیت تأیید کړي.

ورځپاڼې وړاندې د ملي شورا د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د هغو اسنادو په رڼا کې چې د افغان حکومت له‎خوا ورته سپارل شوي دي، د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته په اشارې، په ملګرو ملتونو کې د افغان سفیر محمود صیقل په حواله لیکلي دي چې په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځایونو پر وړاندې د اقدام په اړه یوه ښه فضا رامنځته شوې ده او دا مسئله به د امنیت شورا په غونډو کې په جدي ډول مطرح شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې دا غونډه به څلور ورځې وروسته له هغې جوړه شي چې د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا پلاوی کابل ته د خپل سفر راپور وړاندې کړي.

د ورځپاڼې په وینا دا غونډه به تر ډېره په افغانستان او منځنۍ اسیا سیمه کې د امنیت په ټینګښت او ودې متمرکزه وي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د مشرانو جرګې په حواله لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د پاکستان پر وړاندې جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د مشرانو جرګې رئیس ویلي دي چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو پلاوي ته په افغانستان کې د پاکستان د لاس‎وهنو په اړه کره اسناد ورکړي دي چې په‎کې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه هم مهم اسناد شامل دي.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو سناتورانو په حواله لیکلي دي چې اوس د دوی تمه دا ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د افغان حکومت له‎خوا د ورسپارل شویو اسنادو له مخې پر پاکستان فشار زیات کړي، څو دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.

د ځان وژونکو حملو په خلاف د پاکستان د عالمانو فتوا بله مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بحثونه کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې پر اسلام‎اباد د نړیوالې ټولنې د فشار لومړنۍ پایله، تر سرلیک لاندې یو مطلب کې لیکلي دي چې د پاکستان شااوخوا ۱۸۰۰ دیني عالمانو د ځان‎وژونکو حملو پر خلاف فتوا صادره کړه او ویې‌ویل چې دا عمل په اسلامي شریعت کې ناروا دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په فتوا کې دا هم ویل شوي دي چې د فتواوو صادرولو حق‌یې یوازې حکومت ته ځانګړی کړی او وړاندې یې د دې فتوا په اړه د پاکستان د ولسمشر په حواله لیکلي دي چې دا فتواوې د یوې منځلارې اسلامي ټولنې ثبات ته لار هواروي، خو هغه مهال ګټور ثابتېدای شي چې په ټول هېواد کې یې د ترهګرو ډلو د له‎منځه وړلو لپاره هلې ځلې وشي.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستاني عالمانو له‎خوا دا اقدام داسې مهال کېږي چې د روان میلادي کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.

د ورځپاڼې په وینا د ډونالد ټرمپ په خبرو کې دا هم ویل شوي و چې پاکستان له یوې‎خوا له ترورېزم سره د مبارزې په نامه له امریکا په میلیادونو ډالره مرسته اخلي، خو بل لور ته بیا هغو ترورېستانو ته‌یې پناه ځایونه ورکړي چې امریکا یې په افغانستان کې لټوي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د پاکستان دیني عالمان د ځان‎وژونکو حملو په اړه دا فتوا داسې مهال صادروي چې په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې ځان وژونکو حملو په لسګونه زره افغانان وژلي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، پاکستاني دیني عالمانو د دې فتوا په صادرولو سره په حقیقت کې په پاکستان کې ځان‎وژونکې حملې حرامې، خو په افغانستان کې یې روا وبللې، خو پوښتنه دا ده چې افغان دیني عالمان په کوم موقف کې دي؟

ورځپاڼې وړاندې د ځان‎وژونکو حملو په اړه د افغان دیني عالمانو په دریځ انتقاد کړی دی او لیکلي یې دي چې دوی د خونړیو حملو په وړاندې هم خاموشه پاتې شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې دغه حالت باید پای ته ورسول شي او په هېواد کې سُني او شیعه عالمان دواړه په اتفاق سره په هېواد کې د انسان وژنې په وړاندې پاڅون وکړي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان عالمان دې هم د فتوا په صادرولو سره په افغانستان کې ځان وژونکي حملې او انسان وژنه ناروا وبولي او په‎دې ډول دې د ترهګرو او پاکستاني عالمانو په وړاندې خپل دریځ جوت کړي.

XS
SM
MD
LG