د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

افغان حکومت د پاکستان په وړاندې د "FATF" سازمان له اقدامه هرکلی وکړ


افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د مالي عملیاتو د کاري ځواک د نړیوال سازمان له وروستي اقدامه هرکلی وکړ.

افغان حکومت د مالي عملیاتو د کاري ځواک د نړیوال سازمان یا FATF له لورې د پاکستان په وړاندې وروستي اقدام ته په اشارې سره وايي، دغه اقدام به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه مثبت اغېز ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کابل له دې وړاندې له ترهګرۍ د ملاتړ د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

ښاغلي مستغني زیاتوي، افغان حکومت له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې له ترهګرۍ د ملاتړ مخه پرې ډب کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

نوموړي وویل:

"هرهغه څه چې اوس پېښ شوي، دا خپله دا په ډاګه کوي چې دغه هېواد له ترهګرو له ملاتړه لاس نه دی لاس په سر شوی او په خپله خاوره کې یې دوی ته پناه ځایونه ورکړي، دوی تمویل او تجهیزه کوي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې عمدتاً د ترهګرو ډول د مالي سرچینو د قطع کېدو باعث ګرځي."

د راپورونو له مخې، که پاکستان په خپله خاوره کې د تندلارو ډلو پرضد د روان میلادي کال تر جون میاشتې پورې اقدام ونه کړي، د ترهګرو د تمویل د څارنې په فهرست کې به شامل کړای شي.

روېټرز اژانس او انډیا توډې ورځپاڼې د پاکستاني چاروکو او ډیپلوماتانو په حواله د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د مالي عملیاتو د کاري ځواک نړیوال سازمان په پاریس کې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې پاکستان په دې ارتباط د مشکوکو هېوادونو په خړ لېست کې شامل کړي.

دغه پرېکړه ورسته له هغې شوې چې چین او یو شمېر خلیجي عربي هېوادونو په دې برخه کې له خپلو مخالفتونو تېر شوي دي.

کوم هېوادونه چې په خړ لېست کې داخل شي، د مالي عملیاتو د کاري ځواک نړیوال سازمان بیا بانکونه او نړیوال پانګه وال هڅوي چې دغو هېوادونو ته پور ورنه کړي.

پاکستان له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۵ میلادي کلونو پورې په دغه لېست کې شامل شوی و.

امریکا، برېتانیا، فرانسې او جرمني وړاندیز کړی چې پاکستان دې په دغه خړ لېست کې شامل شي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان شاملول بیاځلي په دغه لېست کې د نوموړي هېواد د سیاسي او حقوقي حیثیت تر څنګ، د دغه هېواد مالي سیستم ته هم تاوان رسولای شي.

انتظار خادم
انتظار خادم

د چارو کارپوه انتظار خادم وایي:

"پاکستان په یوه سیاسي خطر کې دی، د څارنې نړیوالې مالي عملیاتي ادارې له لورې پاکستان د ترورېستي ډلو د تمویل په "خړ" لېست یا (ایف، ای، ټي، اېف) کې شامېلدل دغه هېواد ته له مالي اړخه زیات سیاسي او ډیپلوماټیک خطر دی، خو پاکستان یوازنی هېواد دی چې د امریکا په مرستو تکیه دی، د نړیوالو په وړاندې شخصیت ته زیان رسېدل نه جبرانېدونکې خبره ده. "

افغان حکومت تل پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی، افغان چارواکي وايي، ترهګرې ډلې په پاکستان کې له خوندي ځایونو او مرکزونو په استفادې سره، په افغانستان کې حملې کوي.

پاکستان دا ډول راپورنه رد کړي، خو امریکا په دې وروستیو کې له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړ او د دوه ګوني سیاست له امله، په اسلام اباد خپل فشارونه زیات کړي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG