د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

په پاکستان کې د امریکا د نفوذ کمېدل او د روسیې د ډیپلوماټکو هڅو پراختیا!


په اسلام اباد کې د امریکا د نفوز له کمزوري کېدو سره، د پاکستان پخوانۍ رقیبه، روسیه هلته د خپلو پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

په پاکستان کې د روسیې د نفوذ پراختیا په سیمه کې تاریخي مشارکتونه پای ته رسولي او د مسکو د طبیعي ګاز د خرڅلاو لپاره نوی او لوی مارکېټ پېدا کولائ شي.

سره له دې چې په پاکستان کې د مسکو د نفوذ هڅې نوې دي او هغه خلا چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله رامنځته شوې، تر ډېره حده چین ډکه کړې ده، د انرژۍ مارکېټ او له پاکستان سره د روسیې د پوځي همکاریو ژمنې د دواړو ترمنځ د اړیکو غوړېدو ته زمینه زیاته کړې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر خان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا یوی نوی پېل دی، دواړه هېوادونه باید تېر هېر کړي او د راتلونکې لپاره دروازې پرانیزي.

د رویټرز په حواله، د پاکستان او روسیې خارجي روابط تراوسه، پر افغانستان متمرکز و.

روسیې له وسله والو طالبانو سره چې له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، ارتباط جوړ کړی دی.

مانتیسکي: طالبانو سره د مسکو اړیکه د دې ډلې د ملاتړ په معنی نه ده

مسکو ادعا کوي چې په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو ملاتړ کوي.

د رویټرز په حواله، روسیه او پاکستان دواړه یوه مشترکه وېره لري او هغه په سیمه کې د داعش فعالیت دی.

اتمر مسکو کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې غوښتنه کوي

داعش په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د یولړخونړیو حملو مسئولیت اخیستی دی.

تېر کال په ډېسمبر کې داعش په کوټه کې د عیسویانو پر کلیسا د حملې مسئولیت واخیستي چې ګڼ شمېر کسان په کې ووژل او زخمیان شول.

شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې دواړه هېوادونه په ډیپلوماټیکه کچه، ډېرې ګډې مسئلې او د دواړو هېوادونو اړیکې په راتلونکي وخت کې د لا زیاتې پراختیا ځای لري.

پاکستان او روسیه له ۲۰۱۶مېلادي کال راهیسې ګډ پوځي تمرینونه کوي چې پر دوام یې موافقه شوې ده.

روسیې څلور هليکوپټرې پر پاکستان خرڅې کړې او پاکستان د خپلو جي اف اولس جنګي، جېټ الوتکو لپاره ماشینونه له روسیې واخیستل.

د پاکستان یوه پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي چارو یوه کتوونکي، ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان په پوځي تمرینونو کې د روسیې ګډون او پاکستان ته د روسي پوځيانو سفرونه څرګندوي چې روسیه غواړي له دې لارې په سیمه ییز چاروکې مهم رول ولوبوي.

ایاز وزیر وویل:

"دا واضح ده چې روابط په ښه لور روان دي، زما په خیال، پاکستان مجبور شوی چې پالیسي بدله کړي ځکه امریکا لګیا دی او پاکستان له پامه غورځوي، له هند سره یې روابط ټینګ کړي دي، واضح خبره ده چې امریکا هغه خوا مخ اړوي پاکستان به هم روس ته مخ ور اړوي، په سیمه کې نوي تعلقات جوړېږي او جوړ شوي دي."

خو د پاکستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پراختیا هند هم په دقت اوشک ګوري.

په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان د چارو د څارنې د مرکز غړي، سوشانت سرین، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې که چېرې روسیه په لوړه او ډپلوماټیکه کچه د پاکستان ملاتړ پیل کړي، هند ته به ستونزمنه وي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف رویټرز ته په مرکه کې ویلي چې هېواد په وروستیو اویا کلونو کې دا تاریخي تېروتنه کړې چې سل په سلوکې یې پر غرب تکیه کړې وه.

اصف ویلي، اوس غواړي چې د چین، روسیې او ترکیې په څېر هېوادونو سره مشارکت جوړ کړي.

د هغه په وینا، پاکستان غواړي هغه تعادل په خپل بهرني سیاست کې رامنځته کړي چې په وروستیو اویا کلونو کې په پام کې نه دی نیول شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له غرب سره اړیکې پرې کول نه غواړي خو د اعتدال غوښتنه لري او غواړي چې له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره نېږدې شي.

له واشنګټن سره د پاکستان په اړیکو کې جنجال، هغه هېواد چین ته ور نېږدې کړی دی.

چین په پاکستان کې۶۰ میلیارډ ډالر پر پراختیايي پروژو پانګونه کړې ده.

خود څارونکو په باور، د پاکستان حکومت پوهېږي چې په خپل بهرني سیاست کې تر اندازې زیات پر پېکېنګ متکي دی.

رویټرز خبري اژانس وایي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د اړیکو د نېږدې کېدو په اړه تبصره نه ده کړې.

خو د پاکستان د انرژۍ د سکټور د چارواکو په وینا، د روسیې او پاکستان حکومتونه د انرژۍ په برخه کې د تقریباً لس میلیارډ ډالرو په ارزښت پر پروژو بحثونه کوي.

د روسیې حکومت تېره میاشت په پېښور کې خپله اعزازي قنسولګري پرانیستله.

اعزازي قنسول، محمد ارسلاخان د فبرورۍ په اووه ویشتمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې خیبرپښتونخوا منځنۍ اسیا ته د دروازې په څېر موقعیت لري او روسیه غواړي چې له دې ځایه په خیبرپښتونخوا کې د روسې او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ارتباط ټینګ کړي.

هغه د ډېرو جزئیاتو له ورکولو پرته، د روسیې له پوهنتونو سره د تحصیلي بورسونو د تبادلې او د تحقیقاتي پروژو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اکاډمیکه کچه د همکاریو یادونه هم وکړه.

محمدارسلاخان وویل:

"د دې کار عمده هدف دا دی چې کله روسي سوداګر او د پانګونې پروژې دلته راځي یا روسي وګړي راځي، موږ هماهنګي ولرو، زموږد ملکونو ترمنځ تجارت کم دی خو ډېرځای د پراختیا لپاره شته او د تجارتي روابطو لپاره به کار کوو، دا یو نوی ماموریت دی او ورو – ورو به خپل ارتباط پراخوو، دلته به روسان د پانګونو لپاره راځي او له دې ځایه به موږ په چاروکې هماهنګي راولو."

د روسیې ستر شرکتونه په خیبرپښتونخوا کې د تېلو د تصفیې او د برق د تولید د سترو مرکزونو پر جوړلو غور کوي.

پاکستان داسې هېواد دی چې د نړۍ په کچه د مایع ګاز د مصرف لوی مارکېټ بلل کېږي او د مایع ګاز د مصرف لپاره تقاضاهم هلته د زیاتېدو په حال کې ده.

روسیې او پاکستان په اکټوبر کې د ګاز په ارتباط یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې د روسیې د ګاز دولتي شرکت، ګاز پروم ته زمینه برابره شي چې پاکستان ته دمایع ګاز پر صادراتو خبرې پېل کړي.

په دې اړه مذاکرې به په درېیو میاشتو کې یوې پایلې ته ورسېږي.

د پاکستاني چاوراکو په وینا، روسیه د داوطلبانو په سر کې ده.

د پاکستان د انرژۍ د برخې یوه لوړ رتبه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رویټرز ته ویلي چې دا ښايي د پنځلس کلونو په موده کې د ۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت معامله وي.

پاکستاني چارواکي همدا راز ډاډ څرګندوي چې روسیه به، له لاهوره تر کراچۍ د مایع ګاز تقریباً ۱۱۰۰ کېلومتره پایپ لاین یا نل لیکه ورته جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG