د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

امریکا: وسله‎وال طالبان دې د ولسمشر غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي


متحدو ایالاتو پر وسله‎والو طالبانو غږ کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز پرون یکشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، افغان ولسمشر له طالبانو څخه هاغسې چې د دې ډلې ویاند ویلي، تسلیمېدل نه غواړي.

مېرمن ویلز وویل، ما د افغان ولسمشر خبرې واورېدې چې د با عزته بهیر وړاندیز یې وکړ.

هغې زیاته کړه چې د ښاغلي غني وینا له طالبانو د تسلیمۍ د غوښتنې په معنا نه، بلکې په یوه سیاسي چوکاټ کې د سولې د با عزته بهیر وړاندیز و.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله
د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله

افغان ولسمشر تېره اوونۍ د کابل د پروسې په کنفرانس کې د سولې لپاره خپله طرح اعلان کړه، خو طالبانو په پرله‎پسې ډول له امریکا سره د مستقیمو خبرو پر غوښتنه ټینګار کړی.

مېرمن ویلز وویل چې د امریکا متحدایالات د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکې غونډې ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې د متحدایالاتو له‎خوا یو استازی به ګډون په‎کې وکړي.

د دې غونډې پر جوړېدو په تېره ډیسمبر میاشت کې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو په کتنه کې پریکړه وشوه.

مېرمن ویلز وویل، د دې په باور منځنۍ اسیا او په تېره ازبکستان د میرضیایوف د ولسمشرۍ پرمهال په سیمه کې د افغانستان د ګډون په برخه کې خورا مهم رول لوبولای شي.

مېرمن ویلز زیاته کړه چې د انرژۍ، سوداګرۍ او د خلکو ترمینځ د اړیکو له لارې په افغانستان کې ثبات راوستل خورا زیات اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG