د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ارګ: که طالبان د سولې د اجنډا بهر وړاندیز لري د خبرو په ترڅ کې دې مطرح شي


د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو اجنډا روښانه شوه، اوس که طالبان له دې اجنډا بهر څه وړاندیز لري کېدای شي چې د سولې د خبرو په ترڅ کې مطرح شي.

کابل، طالبانو ته د اختلافي ټکو پر سر د بحث وړاندیز وروسته تر دې وکړ چې طالبانو د «کابل پروسې» د پرېکړو په ارتباط په خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر اشرف غني د سولې د وړاندیزونو ستاینه وکړه، خو طالبانو ویلي دي چې د سولې د لارې خنډ د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت چهاچوب او د لارې د نقشې وړاندیز کړی. دا یو فرصت دی. انتظار لرو چې طالبان له دې فرصته ګټه پورته کړي. تخنیکي موضوعات او نور کوم مسایل چې پر هغوی بحث کېدای شي."

ښاغلي مرتضوي وروسته تر دې دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې جرمني اژانس پرون چهارشنبه ناوخته خبر ورکړ چې طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې پرته له څه شکه چې غني د سولې په ارتباط ښه وینا وکړه او په دې وینا کې نوي وړاندیزونه شته، خو هغه یوه اصلي ټکي ته اشاره ونه‎کړه.

د طالبانو په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام علت د بهرنیو مداخله ده، د سولې خبرې د دغو ځواکونو په موجودیت کې بې‌ګټې دي او په تېرو ۱۷ کلونو کې یې هم نتیجه نه‎ده ورکړې.

د کابل پروسې غونډه
د کابل پروسې غونډه

که څه هم د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د کابل پروسې غونډې ته وویل چې له طالبانو سره حکومت له شرایطو پرته د سولې خبرو ته چمتو دی، خو د طالبانو په اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو مسئله د دې خبرو لپاره یو اساسي شرط ګڼل شوی دی.

وحید وطنیار چې په جرمني کې په سیاسي علومو کې دکتورا اخلي، د طالبانو د شرط سربېره د هغوی بیان ته په مثبت نظر ګوري.

نوموړی وايي:

"د لومړي ځل لپاره د طالبانو نظر د حکومت د وړاندیز په وړاندې نرم دی. دا د سولې د بهیر لپاره یو ډېر ښه زېری دی. دې ته که راشو چې هغوی څه ملاحظات د بهرنیانو د وتلو په اړه لري، دا هغه ټکی دی چې د سولې د خبرو پر مهال بحث پرې کېدای شي."

د «کابل پروسې» غونډه پرون چهارشنبه د لسګونه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

دې غونډې ته د خبرو پر مهال ولسمشر اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ چې راځئ، هېواد په ګډه جوړ کړو.

نوموړي وویل:

"د طالبانو مشرانو او ټولو غړو، تصمیم ستاسو په لاسونو کې دی، سوله ومنئ، د سولې د خبرو مېز ته راشئ او راځئ چې دا هېواد په ګډه ودان کړو."

د امریکایانو او افغان حکومت په باور طالبان د افغانستان په ۱۳ فیصده خاوره واکمنان دي، البته ځینې سرچینې وایي چې طالبان د افغانستان تر ۴۰ په ۱۰۰ کې خاوره په خپل واک کې لري.

د «کابل پروسې» د غونډې په اخره کې په ګډ بیان کې برخه‎والو د افغانانو په مشرۍ د افغانانو پر خپل‎منځي خبرو ټینګار وکړ.

په دې بیان کې پر ټولو ډلو د طالبانو په ګډون غږ شوی دی چې خپل هدفونه د مستقیمو خبرو له لارې ترلاسه کړي او سمدستي له شخړو لاس واخلئ.

XS
SM
MD
LG