د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

امریکا، بریتانیې او پاکستان د ولسمشر غني د سولې له پلانه ملاتړ کړی


په کابل کې د امریکا سفیر د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې د ولسمشر اشرف غني د سولې د پلان ملاتړ کړی او پر طالبانو یې غږ کړی چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

په کابل کې د امریکا سفیر جان آر- بس John R Bass وايي، متحده ایالات له وسله والو طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي، خو پر دې ډله پوځي فشار ته به تر هغه وخته دوام ورکړي چې سولې ته یې حاضر کړي.

د ښاغلي باس څرګندونې د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې د سولې لپاره د افغان حکومت د پلان په وړاندې د امریکا لومړی غبرګون و.

د امریکا سفیر پرون په کابل کې له یوشمېر بهرنیو خبریالانو سره په کتنه کې وویل، متحده ایالات یوځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې له افغان حکومت سره بې قیدوشرطه خبرو ته کېني.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس.

ښاغلي بس وویل، موږ له طالبانو غوښتي چې جګړه بنده کړي او متحد ایالات د کابل د پروسې د کنفرانس د اعلامیې په وړاندې د هغو ځواب ته انتظار کوي.

ولسمشراشرف غني وړمه ورځ د کابل د پروسې په کنفرانس کې د سولې لپاره د افغان حکومت پلان وړاندې کړ چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو پیل او بالاخره د یوه سیاسي ګوند په توګه د دې ډلې پېژندل پکې شامل و.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت طالبانو ته د سولې دا وړاندیز له قید او شرط پرته وړاندې کوي، لومړی، د سولې لپاره باید یو سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند دې وشي، طالبان د ې د سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات دې ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته دې لاره اواره شي."

د امریکا سفیر د ولسمشرغني دریځ د ډېرې زړورتیا دریځ وباله او د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د سوله اییز حل په برخه کې د هغه هڅې یې وستایلې.

جان بس وویل طالبانو د جګړې په ډګر کې او د مخدره موادو د عوایدو او مالي سرچینو په برخه کې پوځي فشار لادمخه احساس کړی دی.

ښاغلي بس څرګنده کړه چې طالبان د سیمه ییزو لوبغاړو له خوا هم ترفشار لاندې دي، خو ده ټینګار ورکړ چې د دې هڅو د نتیجې تروخته به امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې اسلام آباد د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه ستايي.

پاکستاني رسنیو د خواجه آصف له قوله لیکلي دي چې نوموړی وايي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ډیالوګ په حقیقت کې د دوو سیاسي قواوو ترمنځ خبرې دي او پاکستان یې ملاتړ کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن هم په یوه خبرپاڼه کې چې پرون ماښام خپره شوه د ملي وحدت د حکومت د سولې پلان ستایلی او ویلي یې دي چې د کابل د پروسې په غونډه کې د سولې او ثبات د ټینګولو په مقصد له طالبانو سره د خبرو لپاره یو روښانه، خو د انعطاف لرونکی پلان وړاندې شو.

افغان طالبان
افغان طالبان

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي اوس، په طالبانو پورې اړه لري چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د ټولو اړخونو په ګډون د سولې په بهیر کې ونډه واخلي.

د کابل د پروسې دوهمه غونډه د ملګروملتونو، متحده ایالاتو او د شلو هېوادونو د استازو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د کابل د پروسې کنفرانس د طالبانو د تسلیمېدلو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG