د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ولسمشر غني: حکومت به د سولې په اړه وړاندې شوې طرحه پلې کړي


که څه د سولې او ثبات د تینګښت په هدف د افغان حکومت د کلونو کلونو هلو ځلو کومه نتیجه نه‌ده ورکړې، خو اوس د ملي یووالي حکومت مشران په ډاډ سره وايي چې په دغه هېواد کې به سوله ټینګه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۰» يې د امنیتي ځواکونو د لمانځنې په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل چې سوله یوه اړتیا ده او افغان حکومت به په دې برخه کې خپله وړاندیز شوې طرحه عملي کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې سوله د خلکو غوښتنه او اړتیا ده او په دغه هېواد کې به ټینګه شي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

ښاغلي غني وړاندې وویل:

"کوم پلان چې وړاندیز شوی په دې کې به ان‌شاءالله د افغانستان خیر وي او موږ به دا په پوره جرأت عملي کړو ځکه چې دا یوه اړتیا ده، کورنۍ سوله به ان‌شاءالله راځي، خو دا به زموږ د مبارزې پای نه‌وي."

ولسمشر غني د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې وویل چې افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې خبرو اترو ته حاضر دی.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د سولې د ټینګښت لپاره اجماع رامنځته شوې او د سیمې او نړۍ هېوادونه د دغه هېواد د سولې له پلانه ملاتړ کوي.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په رسمي ډول په دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی، خو د جرمني «ډي، پي، اې» آژانس وسله‌والو طالبانو ته د یوه مربوط وېب‌سایټ په حواله ویلي چې د سولې په اړه د ولسمشر غني څرګندونې یو تازه وړاندیز دی، خو ویلي یې دي چې د بهرنیو سرتېرو په موجودیت کې د سولې په اړه څرګندونې بې‌ګټې دي.

په همدې حال کې د وسله‌والو طالبانو یوه چارواکي روېټرز اژانس ته ویلي چې دوی په دې اړه د سلا مشورو په حال کې دي.

بل‌خوا د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یادې غونډې ته په خبرو کې وویل، باور لري چې په افغانستان کې سوله ټینګېږي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"زه باور لرم چې په دې هېواد او خاوره کې سوله تینګېږي، سوله د الله «ج» امر او د خلکو غوښتنه ده، تېره ورځ د کابل پروسې په ناسته کې بېخي څرګند پیغام چې د خلکو غوښتنه وه، ورکړل شو."

افغان حکومت له دې وړاندې په وار وار له وسله‌والو طالبانو د سولې غوښتنه کړې، خو طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې د سولې خبرې نه‌کوي.

اوس به ولیدل شي چې دا ځل وسله‌وال طالبان د افغان حکومت د تازه وړاندیزونو په اړه چې امریکا، اروپايي اتحاديې، د سیمې یو شمېر هېوادونو او حتی سیاسي کارپوهانو واضح او هر اړخیز بللې دي مثبت ځواب ورکوي که بیا هم د جګړې پر دوام تینګار کوي.

راپور : اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG