د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

ملي ارمان: طالبانو سره سوله په هاونګ کې د اوبو ټکول دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي دي، طالبانو سره سوله په هاونګ کې د اوبو ټکول دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي د ولسمشر یو شمېر پلویان خوشبینه وو چې وسله‎والو طالبانو ته د ښاغلي غني له‎خوا د سولې لپاره وړاندې شوې بستې سولې ته لازم فرصت برابر کړی او طالبان به د هغو امتیازونو له امله چې دوی ته وړاندیز شوي له دغه بهیر سره یو ځای شي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا طالبانو ورته رد ځواب ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکلي، طالبانو ویلي چې افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره به د سولې خبرې وکړي، ځکه د هغوی په باور دا د امریکا له‎خوا رامنځته شوی حکومت دی.

په سرمقاله کې راغلي، اساسي ستونزه اوس هم دا ده چې له دښمنه یو څرګند تعریف نه‎شته. کله طالب دښمن او ترهګر شي او کله هم ولسمشر ورسره بې قید او شرطه خبرو ته حاضر شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د حکومت دغه هڅې یوازې طلبان دې ته هیله من کولای شي چې بري ته نېږدې دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، عادلانه سوله یوه اړتیا ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکلي، د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې دا ښيي چې دوی عادلانه سولې ته ژمن دي او دا یو الهي امر، دیني وجیبه او د افغانستان د خلکو ملي او اساسي اړتیا ده.

خو د ورځپاڼې په باور دا هم د دولت دنده ده چې د سولې د خبرو تر څنګ د افغان امنیتي ځواکونو روحیه لوړه وساتي او دوی پیاوړي کړي، ځکه جنګ او سوله د یوې سکې دوه مخه دي.

عادلانه سوله یوه اړتیا ده.

مسیر

خو مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په ځواب کې د طالبانو د غبرګون نه ښودلو خبره کړې ده.

مسیر لیکي:

تمه وه چې طالبان به له ځنډ پرته او یا تر لږ ځنډ ورسته د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته ځواب ووايي، خو دوی لا هم غلي دي او په رسمي ډول یې څه نه‎دي ویلي.

د سرمقاله لیکونکي تحلیل په دې اړه دا دی چې طالبان غواړي په دې ډول چوپ پاتې کېدلو سره له یوې خوا خپلو جنګیالیو ته دا وښيي چې دوی پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي او د دوی په وینا د کابل له حکومت سره خبرې نه‎کوي او له همدې امله یې د سولې وړاندیز ته حتی ځواب هم نه‎دی ویلی.

او بل‎خوا برعکس غواړي حکومت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې که تر اوسه یې مثبت ځواب نه‎دی ویلی نو منفي یې هم نه‎دی ویلی.

خو ورځپاڼې ټینګار کړی چې طالبان باید ځواب ووايي او د مثبتو وړاندیزونو هرکلی وکړي.

XS
SM
MD
LG