د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

دفاع وزارت په هلمند کې د طالبانو د «هلمند شورا» موجودیت رد کړ


د پاکستان دفاع وزیر وايي چې تروریستان د دې هېواد په قلمرو کې پټنځایونه نه لري او د حقاني شبکې مرکزونه هم په دې هېواد کې نشته.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر وايي چې د افغانستان نیمايي قلمرو د تروریستانو لپاره خوندي ځای دی.

ښاغلي دستګیر ویلي دي چې په پاکستان کې د تروریستانو لپاره خوندي پټنځایونه نشته او زیاتوي چې حقاني شبکه هم په دې هېواد کې مرکزونه نه لري.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر.
د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر.

پاکستاني رسنۍ د دې جګپوړي پاکستاني چارواکي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی همداراز وايي امریکا باید د هلمند د شورا او د دې ولایت د کوکنارو د کروندو له وجې اندېښنه ولري، خو د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د دفاع د وزیر دا وینا ردوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تېره شپه له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هلمند کې د هلمند د شورا په نوم د وسله والو طالبانو مشرتابه نشته.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"د پاکستان حکومت او پوځیان عملاً د تروریستانو ملاتړ کوي، په هلمند کې قطعاً د طالبانو شورا نشته، دوی کوښښ کاوه چې د کوټې شورا هلمند ته انتقال کړي، خو دا امکان نه لري ځکه موږ اجازه نه ورکوو، که پاکستان د دوی ملاتړ ونه کړي په افغانستان او سیمه کې جګړه ختمېږي."

افغان چارواکو په وار وار ویلي دي چې طالبان او نورې تروریستي ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

دوی وايي، ترڅو چې دا پټنځایونه له منځه ولاړ نشي په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات نشي ټینګېدلای.

خرم دستګیر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې متحده ایالاتو څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې له پاکستان سره په امنیتي برخه کې مرستې به تر هغه مهاله وځنډوي چې دا هېواد په خپل قلمرو کې د حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو پرضد قاطع اقدام ونه کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پرون، پروان ولایت ته د سفر پرمهال وویل چې د امریکا متحده ایالات به پر پاکستان فشار ته دوام ورکړي څو د هغو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې په افغانستان کې ورانکار فعالیتونه کوي.

د پاکستان ملېشه.
د پاکستان ملېشه.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې هېواد پوځ د وسله والو ډلو او تروریستانو پرضد مبارزه کړې او په دې برخه کې یې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG