د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

له طالبانو څخه د افغان ولسمشر غوښتنې او پرې نړیوال مطالب


یو شمېر نړيوالو رسنیو د «کابل پروسې» دوهمې غونډې او له وسله‎والو طالبانو څخه د افغان ولسمشر غوښتنې ته پام کړی دی.

  • ګارډین

بریتانوي ورځپاڼې ګارډين لیکلي، ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د اوربند وړانديز کړی او د دې ډلې د زندانيانو د راخوشې کولو د احتمال په اړه‌یې خبرې کړې دي.

په وړانديزونو کې ښاغلي غني همداراز ويلي چې د سولې په خاطر چمتو دی طالبان د يوې مشروع سياسي ډلې په توګه په رسميت وپېژني.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د کابل نړيوالې غونډې ته په افغانستان کې د سولې په اړه خپل وړانديزونه شريک کړل.

د ګارډين ورځپاڼې په وينا، د چهارشنبې د ورځې څرګندونې يو لوی تغيیر دی چې د ولسمشر په پالېسي کې ليدل کېږي، ځکه ده تل طالبان د ترورېستانو په نوم ياد کړي دي.

ورځپاڼه د طالب چارواکو له قوله ليکي چې وايي، د خپلو ملګرو هېوادونو له‎خوا تر فشار لاندې شوي چې د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

  • فايننشل ټايمز

فايننشل ټايمز ورځپاڼې هم دې موضوع ته پام کړی او ليکلي يې دي چې د سولې لپاره پخوا د افغان حکومت پر وړانديزونو سربېره طالبانو د کابل له ادارې سره د مذاکراتو خبره رد کړې وه.

د ورځپاڼې په وينا، طالبانو له امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده چې دا خبره واشنګټن پخوا نه‎ده منلې.

فايننشل ټایمز دې ته هم پام کړی چې وسله‎والو طالبانو د دوشنبې په ورځ يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي چې امريکايي چارواکي دې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د دخيلولو او د هغوی له حضور پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې هم د ولسمشر غني همدې وينا ته پام کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو د يوې سياسي ډلې په توګه د رسميت پېژندل کېدو په بدل کې باید طالبان هم افغان حکومت ومني او په رسمیت‌يې وپېژني.

ورځپاڼې د يوه پاکستاني خبریال او څېړونکي رحيم‎الله يوسفزي څرګندونې راخیستي چې وايي، د طالبانو په ډله کې يو شمېر کسان شته چې غواړي له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.

د ښاغلي يوسفزي په وينا، د امریکا د نوې ستراتېژۍ په نتيجه کې هوايي حملې او د کمانډو ځواکونو عملیات زیات شوي دي او ترورېستي ډلو ته زیات تلفات اوښتي دي.

خو پاکستاني څېړونکي په دې باور دي چې طالبان به خپلې جګړې ته دوام ورکړي، ځکه غواړي د خپلې جنګي پياوړتيا په اړه خبرې وکړي او په نتيجه کې يې جګړه جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG