د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

روان کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې ۱۱۹قیضې ثبت شوي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۹ جدي قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

د ښځو چارو وزارت وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له ۱۱۹ قضیو نه یې ۹۱ د وژنې او ۱۲ د ځان وژنې پېښې دي چې ډېرې يې د هېواد په شمال کې پېښې شوي دي.

د یاد وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۵» په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی له اړونده ادارو سره په ګډه هڅه کوي چې د داسې پېښو د دوام مخنیوی وشي.

مېرمن وردګ د ښځو د عامه وژنو شمېرې ټکان ورکونکي بولي:

سپوږمۍ وردګ
سپوږمۍ وردګ

"موږ د وژنې ۹۱ قضيې لرو چې له بده مرغه دا پېښې د هېواد په شمال زون کې شوي دي ۱۲ د ځان وژنې، ۶ د جنسي تېري هم لرو چې له ډلې یې ۸ د ناموسي وژنو قضيې هم دي."

ناموسي وژنې، جنسي تېري، له وخته مخکې ودونه، وهل ډبول، بېوزلي، دعواوې او بد رد ویل د تاوتریخوالي هغه موارد دي چې د افغانستان د ښځو چارو وزارت په وینا افغان مېرمنې ورسره مخ دي.

د ښځو چارو وزارت دغه شان له دیني عالمانو او د جوماتونو له ملا امامانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په جومانونو کې خلکو ته تبلیغ وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یوه ۲۲ کلنه ښځه د ناروا جنسي اړیکو په جرم د یو شمېر کسانو له لوري په یوه صحرايي محاکمه کې ووهل شوه.

تخار کې یوه ښځه، په صحرايي محکمه کې د یو شمېر کسانو له خوا وهل شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

دوه کاله وړاندې په غور ولایت کې درخشانې په نامه یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په یوه صحرايي محاکمه کې ووژل شوه.

له هغې وړاندې بیا په کابل کې د فرخندې په نامه یوه نجلۍ د قران پاک د سوځولو په تور د یو شمېر کسانو له خوا په په وهلو وهلو ووژل شوه.

په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د مبارزې څارنوالي وايي، د روان کال له پیل راهیسې بیا تراوسه دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شااو خوا ۱۵۰۰ قضیو ته رسېدلي دي.

د دغې څارنوالۍ رئیسه شازیه یوسفي وايي:

"د تېرې یوې میاشتې په موده کې مو له سلو نه زیاتې قضیې ثبت کړي دي او د ۱۳۹۶ کال له پیله د اتمې میاشتې تر وروستیو پورې د هېواد له بېلابېلو سیمو نه زموږ له څارنوالۍ سره ۱۷۴۶ قضیې ثبت شوي دي."

له بلې خوا د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو رئیس مولوی فضل کریم سراجي ژمنه وکړه چې دیني عالمان به د جمعې د ورځې په خطبو کې خلکو ته د خوېندو، مېندو او مېرمنو د حقونو په اړه پوهاوی ورکړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه کمه شي.

سراجي: موږ ژمنه کوو چې دا مسایل به د مرکز او ولایتونو په رسمي خطبو کې وکارول شي.
سراجي: موږ ژمنه کوو چې دا مسایل به د مرکز او ولایتونو په رسمي خطبو کې وکارول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ارشادات علماوو بیان کړي او موږ ژمنه کوو چې دا مسائل به د مرکز او ولایتونو په رسمي خطبو کې وکارول شي چې د خوېندو، مېندو او مېرمنو حقوق مراعت کړي."

مولوي سراجي وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راکمولو لپاره باید امنیتي بنسټونه د دغو پېښو د عاملینو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

دی وايي، دا مسئله باید د نورو لپاره عبرت شي چې بیا څوک د تاوتریخوالي ورته عمل تر سره نه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG