د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د ولسي جرګې ځیني غړي او کارپوهان ایران ته د غني سفر ګټور نه‌بولي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځیني کارپوهان، ایران ته د ولسمشر غني سفر تر ډېره ګټور نه‌ګڼي.

د افغان حکومت له‌خوا پر ایران وروستیو تورونو د ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځیني سیاسي کارپوهان د هغه هېواد پر ژمنو شکمن کړي دي.

د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وایي چې د ایران سیاست ته په کتو باوري نه‌ده چې له ولسمشر غني سره د ایران د ولسمشر حسن روحاني ژمنې څه پایلې هم ولري.

اغلې ذکي زیاته کړه:

"د افغانستان پر وړاندې د ایران بهرني سیاست ته په کتو سره، له شااوخوا ۴۰ کلونو راهیسې د هغه هېواد ژمنې کلیشه‌يي وې، موږ له ایران څخه ډېرې تودې سړې لیدلي، ځکه پرې باور نه‌لرو. ایران ته به د افغانستان د ولسمشر دغه سفر هم کومه لاسته راوړنه ونه‌لري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په هدف ایران ته سفر وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ټینګښت، امنیت او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا، د دواړو ولسمشرانو د خبرو اصلي موضوع‎ګانې وې.

په پرمختللو وسلو د طالبانو سمبالول، د پراختیايي پروژو او په ځانګړې توګه د اوبو د بندونو په نښه کول، په افغانستان کې د استخباراتي فعالیتونو تر سره کول، د سوریې جنګ ته د افغانانو لېږل او په دې هېواد کې له مذهبي اختلافونو له رامنځته کولو څخه ګټه اخیستنه، هغه تورونه دي چې پر ایران لګول شوي دي.

دا هغه تورونه دي چې امریکايی چارواکو هم ورته لږه، ډېره اشاره کړې ده.

ایران ته د ولسمشر غني د تېر کال د سفر موضوع‎ګانې، د مخدره موادو پر وړاندې ګډه مبارزه، حق‌ابه، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شتون و.

خو دا چې ایران ته به د ښاغلي غني تازه سفر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ستونزو په هوارولو کې څه لاسته راوړنه ولري، د سیاسي چارو پوهان‌يې په اړه وايي، دغه لیده کاته تشریفاتي دي او ایران د خپلو ګټو په خاطر هم پر خپلو ژمنو عمل نه‌کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې یونس فکور وايي، که افغانستان وکړای شي، د یوې غښتلې

ډېپلوماسۍ له لارې د ایران روانې کړنې ختمې کړي، دغه سفر به نتیجه ولري.

یونس فکور
یونس فکور

ښاغلي فکور زیاته کړه:

"زه د ترورېزم پر وړاندې د ایران پر ژمنو چې ګواکې له افغانستان سره به مرسته وکړي، هېڅ باور نه‌لرم، دوی په درېیو اړخونو کې عمل کوي، یو دا چې له طالبانو سره مرسته کوي، بل دلته شیعه ډلې تقویه کوي او بل له حکومت سره ظاهري مناسبات ساتي، حکومت باید خپل یووالی ټینګ وساتي او د امریکا په مرسته په جنوب او جنوب لوېدیځ کې د هغو ترورېستانو مخه ونیسي چې د ایران له‌خوا پیاوړي کېږي."

ښاغلی فکور وايي، د ایران د سپاه پاسداران د چارواکو دا خبرې چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې فعال استخبارات لري او د ایران د ولسمشر حسن روحاني وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان د اوبو د بندونو د جوړولو پر وړاندې به بې‌تفاوته پاتې نه‌شي، ښيي چې ایران له افغانستان سره سوړ جنګ پیل کړی دی.

دی دا هم وايي، افغانستان ته په کار ده چې دغه مسئله د نړیوالو هکارانو په مرسته، له ډېپلوماتیکو لارو هواره کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG