د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

کابل چاپ ورځپاڼو د روحاني د لوړې مراسمو کې د ولسمشر غني پر ګډون تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګنو کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

افغانستان ما:

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د افغان ولسمشر ګډون چې نوموړي کابو دوه میاشتې مخکې د افغانستان د اوبو د پروژو په اړه پارونکي څرګندونې درلودې، هغه هېواد په ځانګړي ډول ښاغلي روحاني ته دا څرګند پیغامونه درلودل.

ښه ګاونډیتوب، د سیمې او نړۍ د حالاتو درکول، لوېدیځ ګاونډي ته اهمیت ورکول،د دواړو هېوادونو پر ملي ګټو ټینګار، د نړیوالو تړونونو له مخې د دواړو هېوادونو تعین شویو حقونو باندې قناعت، د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري او له شا او خوا دوو میلونو افغان کډوالو څخه د فشار د الې په توګه استفاده نه کول.

په مقاله کې راغلي، هیله دا ده چې ایراني چارواکو دا پیغامونه درک کړي وي او د دواړو هېوادونو ګټو ته پر منطق ولاړ پاتې شي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا ایران ته د ولسمشر غني د سفر موضوع ته په اشارې د دواړو هېوادونو د مشترکو ستونزو او په وړاندې یې د مبارزې په اړه لیکلي دي.

اصلاح لیکي افغانستان او ایران دواړو ته د ترهګرۍ خطر متوجه دی او په کار ده چې دواړه هېوادونه د دغې پدېدې په وړاندې ګدې مبارزه کې له یو بل سره همکاري وکړي.

اصلاح د مخدره موادو د قاچاق موضوع ته هم اشاره کړې ویلي چې دواړه هېوادونه ترې سخت متاثره دي او پکار ده چې د دې په وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ټولنیزر رسنیو د یو شمېر کارونکو په حواله لیکلي چې افغان ولسمشر ته له ایراني چارواکو له خوا لکه څنګه چې لازمه وه هرکلی نه دی ویل شوې.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر غني ته د هغه هېواد په هوايي ډګر کې یوازې په کابل کې د ایران سفیر هرکلی ویلی، په داسې حال کې چې د ډیپلماټیک عرف له مخې باید ایراني سیال یې او یا هم نورو لوړو پوړو حکومتي چارواکو ورته ښه راغلاست ویلی وای.

XS
SM
MD
LG