د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ازاد: ولسمشر غني له خپل ایراني سیال سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه


د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل افغان سیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره چمتوالی وښود.

د افغانستان او ایران ولسمشرانو د شنبې په ورځ په تهران کې په دوه اړخیزه ناسته کې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ایران ولسمشر په افغانستان کې امنیت مهم بللی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

ښاغلي ازاد همدا راز وویل چې ولسمشر غني له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې، له ترورېزم سره د ګډې مبارزې تر څنګ د دواړو هېوادونو د پولو د امنیت پر خوندیتوب هم ټینګار وکړ.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر غني له خپل ایراني سیال سره دوه اړخیزه کتنه لرله چې پکې د سوداګرۍ، ټرانزیټ ، د مخدره موادو د قاچاق، د سرحدونو د امنیت، د رېل ګاډي د پټلۍ د غځولو، د چاه بهار بندر او د افغان مهاجرینو پر ستونزو خبرې اترې وشوې او افغان ولسمشر ډاډ ورکړ چې د سرحدونو د امنیت د ټینګښت لپاره به لا جدي او عملي ګامونه پورته شي."

نوموړي همدا راز وویل چې په دوه اړخیزه ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې ترورېستانو په عراق کې ماته خوړلې، نو له همدې امله یې د سیمې هېوادونه هدف ګرځولي دي.

نجیب الله ازاد وايي، ښاغلي غني ویلي چې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې عملیات روان دي او دغې ډلې په افغانستان کې په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې ده.

له بلې خوا د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د رېل پټلۍ او چابهار بندر، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د وصل نقطه جوړېدای شي.

ښاغلي روحاني همدا شان په افغانستان کې صنعت، معادن، سوداګرۍ او د زده کړو په برخه کې د همکاریو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

له بلې خوا د چارو کارپوهان وايي چې ایران د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست مخ ته وړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې قدرت الله ځواک وايي چې ایران له یوې خوا د همکاریو ژمنې کوي او له بلې خوا په سیمه کې د بې ثباتۍ په خپرولو سره غواړي خپل هدفونه تعقیب کړي.

ښاغلي ځواک وویل:

"ایران د افغانستان او سیمې په اړه دوه مخی سیاست مخ ته وړی، دوی په ډیپلوماسۍ د همکارۍ خبرې کوي، خو په عمل کې د سیمې بې ثباتۍ ته لمن وهي."

ښاغلی ځواک زیاتوي چې د افغانستان د امنیت په برخه کې د تهران ژمنې عوام غولول دي او داسې ژمنې ځکه کوي چې د افغانستان له مسایلو لیرې پاتې نه شي او خپلو ورنکاره فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG