د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

ازاد: ولسمشر غني به له روحاني سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې د ورځې به سهار د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په هدف تهران ته ولاړ.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه سفر هدف د حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون دی.

ښاغلی ازاد وايي، د لوړې تر مراسمو وروسته به دواړه مشران د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې او پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او دغه شان په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت بحث او خبرې وکړي.

نجیب الله ازاد
نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه سفر هدف د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون دی، خو ولسمشر به له خپل ایراني سیال سره په دوه اړخیزه ناسته کې له ترورېزم سره د ګډې مبارزې سربېره په بېلابېلو نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشي."

ښاغلی ازاد وايي، که د ایران ولسمشر له خپل افغان سیال سره د اوبو خبره یاده کړي، افغان حکومت به په دې اړه پر خپل پخواني دريځ ولاړ وي.

څه موده وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و چې ایران به په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

افغان حکومت: د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر څرکندونې بې‌ځایه دي

د اوبو بندونو جوړولو د افغانستان لپاره څومره ګټور دي؟

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې په غبرګون کې ویلي و چې د افغانستان اوبه د افغانانو حق دی او لازمې به یې مدیریت کړي.

له دې سره په خوا کې به د افغانستان او ایران د ولسمشرانو په ملاقات کې د ترورېزم بحث هم مطرح شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د ایران د همکاري په اړه راپورنه خپاره شوي و.

د فراه والي عارف شاه جهان څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې د ایران د سپاه پاسداران د نیرو قدس ځیني غړي په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته تګ راتګ کوي او برعکس په فراه کې د وسله والو طالبانو مشران ته په ایران کې د استوګني امکانات برابر شوي دي.

د فراه والي: ایران یو شمېر طالب مشرانو ته کورونه او امکانات برابر کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په تېره کې داعلان کړی و چې امریکايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور له ایران څخه پاکستان ته د ستنېدنې پر مهال په نښه کړی و.

خو ایران تل له وسله والو طالبانو سره د خپلې همکاري په اړه راپورونه رد کړي دي.

وسله والو طالبانو هم دا ډول راپورنه بې بنسټه بللي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران اړیکې خړې پړې شوې، ایران ته د افغان ولسمشر سفر ډېر مهم دی.

د دغه کمېسیون غړي نادر خان ګټوازي ازادي راډیو ته وویل، محمد اشرف غني باید له ایران سره د وسله والو طالبانو د همکارۍ او د اوبو پر مسئلو جدي خبرې وکړي.

نادر خان کټوازی
نادر خان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"دوه مسئلې زیاټې مهمې دي، یو د افغانستان د اوبو د مهار او بله له ترورېزم سره مبارزه چې افغان ولسمشر یې باید له خپل ایراني سیال سره مطرح کړي."

ښاغلی کټوازی وايي، دا به ښه وي چې دواړه ګاونډي هېوادونه له یو بل سره ښې اړیکې ولري.

دی زیاتوي، د ایران اندېښنو ته باید له کومې معاملې پرته مناسب او څرګند ځواب وویل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG