د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

نجیب دانش: د اوبو د ټولو بندونو د ساتلو لپاره کافي اندازه ځواک شته


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د اوبو د بندونو د ساتلو او امنیت لپاره‌یې کافي اندازه ځواکونه په دندو ګمارلي دي.

له هغې وروسته چې وسله‌والو مخالفینو په کندهار کې د اوبو یو بند ویجاړ کړ، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بندونو د ساتلو لپاره زیات شمېر امنیتي ځواکونه په دندو ګمارل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د بندونو د امنیت ساتلو ته ځانګړې پاملرنه لري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د بندونو د امنیت ساتلو لپاره زموږ تمرکز شته او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه ټينګار په دې برخه کې واضح دی، د ټولو بندونو د ساتلو لپاره کافي اندازه ځواک شته، که کله هم د دغو بندونو لپاره څه ګواښ متوجې وي، د مهارولو لپاره‌یې پر وخت اقدام کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې وسله‌والو مخالفینو د دغه ولایت په شورابک ولسوالۍ کې د اوبو یو بند په بمونو الوزولی دی.

د شورابک ولسوال بیا سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي چې له دغه بند څخه سلګونه جریبه ځمکه خړوبېده.

له دې پېښې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغان حکومت وسله‌وال مخالفین د بندونو د تخریبولو په هڅه کې دي.

د حکومت د رسنیو د مرکز مسؤل صدیق صدیقي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د کندهار د پېښې تر شا، د بهرنیو کړیو لاس دی.

ښاغلي صدیقي وویل:

"تېره ورځ هم چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا پر یوه بند حمله شوې، د دې ښکارندويي کوي چې دوی اصلاً د بل په خوله کار کوي او د نورو په اشاره د افغانستان د ورانولو لپاره ګمارل شوي دي."

طالبانو بیا تېر کال په یوه اعلامیه کې ویلي وو، نه‌یوازې دا چې د ملي پروژو پر وړاندې خنډ نه‌جوړوي، بلکې ساتي يي.

خو د حکومت د رسنیو مسؤل بیا په دې برخه کې تر ډېره د پاکستان لاسوهنو ته اشاره کوي او وايي چې د افغان حکومت د مخالفینو پټنځایونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه پلان اخلي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د شااوخوا ۲۹ بندونو د جوړولو ویلي چې ځيني یې پرانیستي هم دي.

خو د بندونو د امنیت په اړه اندېښنې له هغې وروسته ډېرې شوې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره میاشت په ایران کې یوې نړیوالې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د سلما، کجکي او کمال خان بندونو د جوړولو په اړه بې‌توپیره نه‌شي پاتې کېدای.

د حسن روحاني دې څرګندونو د افغانستان په دننه د افغان حکومت، سیاسي څېرو او مدني ټولنو پراخ غبرګونونه راوپارول.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG