د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

موندنې: سپاه پاسداران له ۳ میاشتو راهیسې په افغانستان کې طالبان تجهیزوي


د غور د ولایتي شورا مسؤلین وايي چې ایران وسله‌والو طالبانو ته کافي وسلې او مهمات ورکړي او د غور په جنګ او د تیوره ولسوالۍ په سقوط کې مسقیماً لاس لري.

د غور د ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو د ایران په مرسته خپل وسله‌وال خوځښتونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"ایران د غور د اوبو لپاره د دې جنګ مالي مرسته کوي، دغه‌شان غواړي چې د دې جګړو په وسیله د سلما د برېښنا د بند او د پوزه لیچ د اوبو د بند چې د جوړېدو کارونه‌یې سست شوي مخه ونیسي، د دې ترڅنګ په بالامرغاب کې د داعش یو کوچنی مرکز هم جوړ شوی چې ایران ترې په وېره کې دی له همدې امله طالبان تجهیزوي چې د غور ولایت ناامنه کړي، او په دې شکل د برېښنا بندونه هم تخریب کړي او د داعش ډله هم له‌منځه یوسي."

«ایران په غور ولایت کې طالبان تجهیزه وي»
«ایران په غور ولایت کې طالبان تجهیزه وي»

ښاغلی احسان د غور په جنګ کې د ایراني پوځیانو او سلاکارانو موجودیت نه‌ردوي، خو وايي چې وسله‌والو طالبانو ته ډېری اکمالات د شپې له‌خوا کېږي.

د ده په خبره د راپورونو پر بنسټ وسله‌والو طالبانو د تیوره ولسوالۍ له نیولو وروسته د خلکو په وژلو لاس پورې کړی او یو شمېر دولتي ودانۍ يې هم سوځولې دي.

په ورته وخت کې د سرخط ورځپاڼې موندنې ښيي چې د سلما د برېښنا بند د ویجاړولو، د پوزه لیچ بند د جوړولو د مخینوي او د داعش ډلې د ځپلو په خاطر د ایران سپاه پاسدارن انقلاب له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې طالبان تجهیزوي.

سلما بند
سلما بند

ورځپاڼې په غور کې د یوې دقیقې سرچینې له قوله لیکلي چې پاکستان د وسله‌والو طالبانو له مرستې لاس اخیستی او دا مسئله د دې لامل شوې چې طالبان کمزوري شي.

ورځپاڼې د خپل دې مطلب په دوام لیکلي چې ایران له همدې فرصته ګټه اخیستې او نېږدې درې میاشتې وړاندې يې په تیوره ولسوالۍ کې د دې ډلې په تجهیز لاس پورې کړی او کافي جنګي امکانات‌يې ورته برابر کړي دي.

وسله‌والو طالبانو په وروستیو کې د خپلو حملو په شدت سره د یکشنبې په ورځ د غور تیوره او د فاریاب کوهستان ولسوالۍ ونیولې او افغان ځواکونه‌یې له دغو سیمو په شا کړل.

د غور ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د سیمې استخبارات په ځانګړي ډول پاکستان په دغو ناامنیو کې لاس لري.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د تیوره ولسوالۍ د سقوط په اړه کوم اسناد چې موږ په لاس کې لرو، دا حمله د پاکستان له کوېټې څخه طرحه شوې وه ځکه دوی غواړي چې د کوېټې شورا غور ته را انتقال کړي، ایران چې د نیمروز او فراه په ولایتونو کې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبان‌ له ایرن سره اړیکې لري."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په کابل کې د ایران او پاکستان سفارتونو غبرګون راواخلو، خو ایران په دې اړه خبرې ونه‌کړې او ونه‌توانېدو د پاکستان له سفارت سره اړیکه ونیسو.

په ایران دا تورونه وروسته له هغې پورې کېږي چې څو اوونۍ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو جوړول د ایران لپاره ستونزې پیدا کوي او دوی به په دې اړه بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

بل‌خوا د غور د ولایتي شورا مسؤلین هم خبرداری ورکوي وايي، که د دې ولایت امنیت ته جدي پاملرنه ونه‌شي نو ممکن د ناامنیو لمنه د غور مرکز ته راورسېږي چې د یاد ولایت اوسېدونکي به له سختو ستونزو سره مخ کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG