د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۲۴

ولسمشر غني د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون کوي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.

د ولسمشر سرپرست ویاند، شاه حسین مرتضوي پرون جمعه په هرات کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلی غني به د ایران له ولسمشر سره پر یو لړ مهمو مسئلو هم وږغېږي.

شاه حسین مرتضوي وویل:

"د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې به پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشي، ګمرکونه، د مخدرو موادو پرضد مبارزه، فرهنګي او امنیتي مسایل او هغه ټولې خبرې چې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې دي، بحث پرې کېږي، خو اصلي هدف د دې سفر د ایران د اسلامي جمهوري د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون دی."

په ایران کې د روان کال ۲۰۱۷میلادي کال د مې میاشتې په نوولسمه نېټه د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شول.

په ټاکنو کې حسن روحاني د ولسمشرۍ دوهمه دوره وګټله.

هغه به نن د لوړې مراسم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG