د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

مشرانو جرګه: افغانستان ته د دوستم د راتګ مخنیوی غیر قانوني دی


که څه هم تر اوسه پورې په هغه الوتکه کې چې په مزارشریف کې یې د ناستې مخنیوی شوی د دوستم موجودیت کره شوی نه‌دی، د افغانستان مشرانو جرګه د دوستم په وړاندې د داسې کوم اقدام ترسره کول غیر قانوني بولي.

د جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار وایي چې عدلي او قضايي بنسټونو لا د دوستم په اړه حکم نه‌دی کړی او د راتګ مخنیوی یې غیر قانوني دی.

د جرګې د سې شنبې د ورځې غونډه تر ډېره همدې موضوع ته ځانګړې شوې وه.

ښاغلی ایزدیار وايي، د بهرنیو ځواکونو په ګډون که هر چا د جنرال دوستم د راتګ مخه نیولې وي ملي ګټې یې زیانمنې کړې دي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"هر چا چې د جنرال دوستم د الوتکې د راتګ مخینوی کړی وي دا د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په معنی ده او غیر قانوني کار دی ځکه تر اوسه محکمې د جنرال دوستم په اړه حکم نه‎دی کړی، د حکم له صادرېدو وړاندې هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې د یو شخص په ژوند کې مداخله وکړي. ښاغلی دوستم خو لا د ولسمشر مرستیال دی او له خلکو یې رأيې اخیستې دي.​"​

په داسې حال کې چې حکومتي چارواکو د دې مسئلې په اړه په څرګند ډول څه نه‎دي ویلي، خو یوې باوري سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع تائید کړې چې د مزار شریف په هوایي ډګر کې د دوستم د الوتکې د کوزېدو مخنیوی شوی وو.

د سرچینې په وینا پیلوټ ته لارښوونه شوې وه چې الوتکه دې په کابل کې کوزه کړي، خو پیلوټ ترکمستان ته مخه کړه.

خو د دوستم دفتر بیا د یو بیان په خپرولو سره دا هر څه رد کړي او ویلي دي چې دی لا هم په ترکیه کې دی او تر اوسه‌یې د راتګ پرېکړه نه‎ده کړې.

په ورته وخت کې سرچینې همداراز ویلي چې د بلخ والي عطا محمد نور او د دوستم ګڼ پلویان تېره شپه د مزار شریف هوايي ډګر ته د دوستم هرکلي لپاره ورغلي وو.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که عطا محمد نور هوايي ډګر ته ورغلی هم وي د جنرال دوستم نه بلکې د ترکي انجنیرانو د ښه راغلاست په هدف به وي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"که د بلخ والي هوايي ډګر ته ورتله هم، نو هدف‌یې د ترکي مېلمنو هرکلی و چې دا کار په تېر کې هم شوی او په راتلونکي کې به هم ترسره کېږي."​

داسې ادعاوې هم شوي چې په مزار شریف کې د جنرال دوستم د الوتکې د کېناستلو مخه جرمني ځواکونو نیولې، خو په کابل کې د غوڅ مأموریت ځواکونو بیا دا ډول ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

شااوخوا میاشت وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د بلخ والي عطا محمد نور او د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق د افغانستان د ژغورنې په نوم په ترکیه کې د یو نوي ائتلاف اعلان وکړ.

تر دې وروسته لومړی د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق او بیا درې ورځې وړاندې د دغه ائتلاف بلې خوا د بلخ والي عطا محمد نور پر ولسمشر غني او په ټوله کې پر حکومت جدي انتقادونه وکړل.

د سیاسي چارو کارپوه داوود مایار وايي دا چې په ترکیه کې رامنځته شوی ائتلاف د ځینو بهرنیو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري نو ښايي د دوستم د راتګ مخینوی هم له همدې وېرې شوی وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG