د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۳

احمد اېشچي وایي د محکمې په بله غونډه کې به دوستم هم حاضر شي


د جوزجان پخوانی والی احمد اېشچي چې جنرال دوستم‌یې د ځان په جنسي ځورونه تورن کړی دی، وایي د محکمې په بله غونډه کې به دوستم هم حاضر شي.

احمد اېشچي ازادي راډیو ته وویل چې د سرطان په ۱۸مه چې کله د کابل د دوهمې حوزې په ابتدائیه محکمه کې قضیه څېړل کېده، نه په‎کې دوستم و او نه هم د هغه کوم استازی.

دی زیاتوي:

"د دوی له لوري هېڅ‌څوک نه‌و له همدې امله محکمې حکم وکړ چې په بله جلسه کې به هغوی حاضر کړي."

احمد اېشچي تور پورې کړی دی چې نېږدې اته میاشتې مخکې جنرال دوستم دی په شبرغان کې شکنجه کړ او د ده جنسي ځورونه‌یې وکړه.

د جنرال دوستم پلویانو په یوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي دي چې د احمد اېشچي تور پر یو شمېر سرتېرو و چې له هغوی تحقیقات شوي دي.

XS
SM
MD
LG