د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

لویه څارنوالي: د جنرال دوستم دوسیه یوه میاشت وړاندې محکمې ته سپارل شوې


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دوسیه نېږدې یوه میاست وړاندې محکمې ته سپارل شوې ده.

بالاخره د ولسمشر د لومړي مرستیال دوسیه له میاشتو وروسته سترې محکمې ته سپارل شوې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوسیه په بشپړې بې‌طرفۍ څېړل شوې او یوه میاشت وړاندې سترې محکمې ته لېږل شوې ده.

رسولي:د ټاکل شوي پلاوي له لوري د قضیې په اړه لازمې څېړنې وشوې.
رسولي:د ټاکل شوي پلاوي له لوري د قضیې په اړه لازمې څېړنې وشوې.

نوموړي زیاته کړه:

"د ټاکل شوي پلاوي له لوري د قضیې په اړه لازمې څېړنې وشوې او یوه میاشت وړاندې یعنې د روان کال د جوزا په ۲۲مه اړوندې محکمې ته محول شوې، څه ډول چې تېره ورځ هم ولسمشر د لویې څارنوالۍ پر بې‌طرفۍ ټینګار وکړ، د لویې څارنوالۍ اداره به له هر ډول سیاسي، حزبي او قومي تمایلاتو پرته قضایاو ته رسېدنه او قانوني اقدامات وکړي، څو عدالت او انصاف رعایت شي."

ښاغلي رسولي دا ونه‌ویل چې پر جنرال دوستم د احمد اېشچي د اعاوو په اړه د دوی موندنې څه وې؟

نوموړي په دې اړه هم له خبرو کولو څخه ډډه وکړه چې ولې یوه میاشت وړاندې يې محکمې ته د دوسیې د سپارلو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک نه‌کړل.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر له رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند، د جنبش ګوند له ویاند بشیر احمد ته‌ینج څخه په دې اړه نظر واخلو، خو دواړو په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

ښاغلي ته‌ینج ازادي راډيو ته همدومره وویل چې ډېر ژر به په دې اړه یوه اعلامیه صادره کړي.

احمد اېچشي نېږدې اته میاشتې مخکې ادعا وکړه چې ښاغلي دوستم او ساتونکو یې د جوزجان مرکز شبرغان کې وتښتاوه او بد جنسي چلند یې ورسره وکړ.

که څه هم عبدالرشید دوستم دفتر دغه ادعاوې رد کړې، خو هغه له دې پېښې وروسته ډېر کم په دفتر کې لیدل کېږي.

جنرال عبدالرشید دوستم د روغتیايي معایناتو لپاره دا مهال په ترکیه کې دی.

نوموړي په ترکیه کې په خپل استوګنځای کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د بلخ له والي سره یو نوی ائتلاف جوړ کړی.

خو د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د جنرال دوستم دوسیه له وروستیو سیاسي جریانونو سره هېڅ اړیکه نه‌لري، ځکه د هغه په وینا دوسیه یوه میاشت وړاندې محکمې ته لېږل شوې ده.

په ورته وخت کې د جوزجان پخوانی والي احمد اېشچي وايي، محکمې یوه اوونۍ وړاندې د دوسیې په اړه غونډه درلوده.

د ښاغلي اېشچي په وینا هغه د محکمې په غونډه کې ګډون درلود، خو د عبدالرشید دوستم استازي په‌کې نه‌و.

انجنیر احمد خان اېشچي
انجنیر احمد خان اېشچي

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې په محکمه کې د جانب مقابل له لوري هېڅ‌څوک هم نه‌و حاضر، محکمې دوسیه بلې غونډې ته محول کړه، څو امنیتي بنسټونه تورن کسان غونډې ته حاضر کړي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سترې محکمې نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شو.

همدارنګه تېره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر هوګو لارنس هم وویل چې د امریکا حکومت د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د هغه د همکارانو په اړه د لګېدلو تورونو په قضیه کې د جدي څېړنې د دوام او د ممکنه قانوني اقداماتو ملاتړ کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG