د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

دوستم د خپل يوه سيال په برمته کولو تورن شو


له جوزجان ولايته رارسېدلي راپورونه وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ساتونکو يو قومي مشر د دوستم په امر نيولى او نامعلوم ځاى ته‌یې بېولى دى.

دغه قومي مشر احمد ايشچي نومېږي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې اړه په يوه مقاله کې ليکلي چې دغه کس وروسته له هغې د يوه زغروال موټر شا ته واچول شو او يوه ناڅرګند ځاى ته ولېږدول شو چې اول عبدالرشيد دوستم د وزلوبې يا بُزکشۍ د مسابقې په جريان کې هغه په سوکانو او لغتو وواهه.

د ښاغلي ايشچي زوى انجنير باتور د يکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پېښې په اړه چې د جمعې په ورځ شوې، نور معلومات ورکړل:

"د بُزکشي مسابقې پر مهال زما پلار پر اس سپور و او زه‌يې تر څنګ وم. د جنرال دوستم يو سرتېرى راغى او ويې‌ويل چې لومړي مرستيال تاسې غوښتي ياست درسره ګوري. زما پلار له اسه ښکته شو او ورغى. ۱۰ دقيقې يې هلته خبرې وکړې وروسته‌يې غږونه اوچت شول، د ولسمشر د مرستيال صاحب حالت ښه نه‌و، ډېر احساساتي و. زما د پلار ډېر سپکاوی يې وکړ، اخر يې په موټر کې له ځان سره یووړ."

د همدې پېښې په تړاو د جوزجان امنيه قوماندان رحمت‌الله تُرکستاني له ازادي راډيو سره په خبرو کې بې له دې چې په دې اړه زيات جزئيات ورکړي، وويل چې احمد ايشچي د جمعې په ورځ بېول شوى دى.

د ښاغلي ايشچي يوه خپل، ګلاب خان نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې جنرال دوستم په هغه ورځ د وزلوبې ميدان ته ورغى، د ميدان په شاوخوا کې يې قدم واهه، وروسته‌يې ايشچي وروغوښت.

څو دقيقې يې په خپلو کې خبرې وکړې وروسته‌يې په سوک وواهه. بيا د دوستم ساتونکي راغلل او په ډېر بې‌رحمانه ډول‌يې احمد ايشچي په قنداغونو سخت وډباوه.

د جوزجان والي لطف‌الله عزيزي په دې اړه له ازادي راډيو سره له خبرو ډډه وکړه، خو هغه نيويارک ټايمز ته ويلي، ده هڅه کړې چې وضعيت ارام کړي.

ده ويلي چې څو تنه قومي مشران‌يې ګمارلي چې د دې مسئلې په اړه له جنرال دوستم سره خبرې وکړي څو احمد ايشچي خوشې کړي.

په هغې وېډيو کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، د ولسمشر اول مرستيال عبدالرشيد دوستم ښکاري چې د تورو زغروالو موټرو په کاروان کې د وزلوبې ميدان ته راځي او هلته‌يې هرکلى کېږي.

دوستم ته يوه نېږدې کس بشير احمد ته‎ينج له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي دا پېښه اصلاً نه‎ده شوې، هغه د دوستم له‎خوا د قومي مشر احمد ايشچي نيونه رد کړه.

دوستم ته يوه نېږدې کس بشير احمد ته‎ينج له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي دا پېښه اصلاً نه‎ده شوې
دوستم ته يوه نېږدې کس بشير احمد ته‎ينج له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي دا پېښه اصلاً نه‎ده شوې

ته‎ينج وويل چې په دې اړه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خپور شوى مطلب هم بې‌اساسه دى.

يوه عالي رتبه افغان چارواکي د نوم نه‌خپرېدو په شرط ورځپاڼې ته ويلي جنرال دوستم او دغه قومي مشر له اوږدې مودې اختلافات لري.

د ده په خبره کله چې دوستم په کمزوري موقف کې و، ايشچي يې په وړاندې بې‌احترامي ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG