د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

مسلم‌یار: څوک چې حکومت کې وي او بیا یې پرضد ائتلاف کوي د شرم ځای دی


د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ځینو حکومتي چارواکو له خوا د سیاسي ائتلاف رامنځته کول د قانون خلاف عمل وګاڼه او وايي، هغه کسان چې ائتلاف يې جوړ کړی، باید له خپلو دولتي دندو استعفا ورکړي.

د دغې جرګې مشر فضل هادي مسلم‎یار وايي چې دا کار د غیر قانوني‎توب ترڅنګ، یو اخلاقي شرم هم ګڼل کېږي.

ښاغلي مسلم‎یار زیاته کړه:

"د دغو چارواکو لپاره اخلاقي مشوره دا ده چې دا د شرم کار دی، دا چې خپله هم په حکومت کې دي او د حکومت پر ضد ائتلاف هم کوي، د شرم ځای دی، د قانون له اړخه هم سم کار نه‎دی، که د ائتلاف لیوالتیا لرئ، له خپلو دولتي دندو استعفا ورکړئ."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند سرپرست صلاح‎الدین رباني او د بلخ والي عطا محمد نور په یوه ګډه ناسته کې چې په ترکیه کې ترسره شوه «د افغانستان ژغورنې» په نوم د یوه ائتلاف اعلان وکړ.

د دغه نوي ائتلاف جوړونکو پر ولسمشر اشرف غني د غیرقانوني اجرأتو او د سیاسي موافقې د ماتولو تور هم لګولی دی.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي چې د دولت لاس ته راوړنې او ناکامي د نوي ائتلاف په جوړونکو پورې هم اړه لري، ځکه په وینا يې یاد کسان هم پر لوړو دولتي پوستونو کار کوي.

د دغه ائتلاف د جوړولو خبره په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان پر پخواني والي احمد ایشچي د جنسي زورونې تورونه پورې دي او له څه مودې را په دېخوا په ترکیه کې استوګن دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې پر دوستم د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې جریان لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‎الدین رباني بیا په کابل کې د جوزا د ۱۰ مې له خونړۍ حملې او مظاهرو وروسته له حکومته وغوښتل چې د ملي امنیت سلاکار او لوړ پوړي امنیتي مسؤلین له دندو لېرې کړي، هغه غوښتنه چې د حکومت له‎خوا ونه منل شوه.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال بیا په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي وو چې له څو میاشتو راهیسې له ولسمشر سره په لیدنه نه‎دی بریالی شوی.

د بلخ والي عطا محمد نور له دې وړاندې خبر ورکړی و چې د جمعیت ګوند د سهم د اخیستو په هدف يې له ولسمشر سره خبرې پیل کړي، خو تر دې دمه یې د نتیجو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بلخ والي عطا محمد نور
د بلخ والي عطا محمد نور

له بله‎خوا یو شمېر سناتورانو د یکشنبې ورځې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې که دا ائتلاف د افغانستان او نظام په ګټه وي، باید ملاتړ يې وشي.

د دې سناتورانو له ډلې محی‎الدین منصف وايي چې که د دغه نوي ائتلاف جوړېدل د خلکو او نظام په ګټه نه وي، نو مخنیوی يې پکار دی.

ښاغلي منصف وویل:

"په دې کې شک نه‎شته چې که ائتلافونه د نظام په ګټه وي، نو ښه خبره ده او که د نظام په وړاندې د ستونزو د پیدا کېدو لپاره وي، نو بیا ښه کار نه‎دی او باید مخه يې ونیول شي، په ځانګړي ډول په دولت کې نور دولتونه جوړل هېڅ د زغم وړ نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جمعیت اسلامي ګوند یوه ویاند واقف حکیمې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې د د جمیعت، جنبش او وحدت اسلامي ګوندونو مسؤلینو یوازې د ائتلاف د رامنځته کېدو په اړه بحثونه کړي او تر اوسه په رسمي ډول هېڅ ډول ائتلاف نه‎دی رامنځته شوی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم ویلي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا د نظام پر ضد نه ده جوړه شوې، بلکې د نظام د ملاتړ او د ملي یوالي لپاره به کار کوي.

XS
SM
MD
LG