د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ارګ د سیاسي اجماع د لمنځه تلو په اړه د «یاماموتو» څرګندونې رد کړې


ولسمشری ماڼۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، د ټولو مسایلو په اړه سیاسي اجماع موجوده ده.

د افغانستان پېچلي سیاسي وضعیت نه یوازې ځني کورني سیاسي جریانونو اندېښمن کړي بلکې د ملګرو ملتونو سازمان یې هم ورته وضعیت ته راوستی.

خو دغو ټولو اندیښنو ته په ځواب کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې حکومت خپل مسؤلیتونه په ښه شان تر سره کړي او په ټولو مسایلو کې د خلکو او سیاسي جریانونو نظر اخلي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې هر اړخیز اصلاحات د خلکو او سیاسي جریانونو په مشوره پلي کېږي.

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت په ټولو ملي او نړیوالو مسایلو کې د خلکو له بېلابېلو کړیو له هغې ډلې د سیاسي ګوندونو سره شل او د ملي شورا سره څلوېښت مشورتي ناستې کړي دي، حکومت په ټولو مهمو مسایلو اجماع لري، دا چې ځينې سیاسي جریانونو بیل لید لوری لري موږ یې هر کلی کوو، خو خلک نه غواړي چې بېرته پخوانیو وختونو ته ستانه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په نیویارک کې د دغه سازمان یوې ځانګړي غونډې ته ویلي، داسې ښکاري په افغانستان کې پراخه سیاسي اجماع د لمنځه تللو په حال کې ده.

نوموړي ویلي چې دولت او سیاسي جریانونه یو بل د ملي ګټو په خلاف په کړنو تورنوي او دا کار په افغانستان کې د سیاسي فضا د خرابېدو لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په یوه تازه اقدام کې ځينې سیاسي جریانونو چې د حکومت غړي هم دي د افغانستان د ژغورنې په نوم د یوه ائتلاف د جوړېدو اعلان وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا له دې وړاندې ویلي د نظام پر ضد هغه څوک ډېرې چیغې وهي چې خپلې شخصي ګټې په خطر کې ویني.

د چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، په یوه هېواد کې ټولنیز عدالت مهم دی او حکومتونه باید ورته پاملرنه وکړي.

د حقوقي چارو کارپوه ودیر صافي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د حکومت ځينې کړنې د سیاسي ستونزو لامل ګرځېدلې دي.

نوموړي زیاته کړه:

استاد ودیر صافی.
استاد ودیر صافی.

"د حکومت مشرانو و نشو کړای چې ښه حکومتوالي تمثیل کړي، ټولنیز عدالت تامین نه شو، قضایه قوه همغږي نه لري، امنیت تامین نه شو نو ځکه وړاندوینه داسې کېږي چې احتمالاً نظام د د لمنځه تللو په حال کې دی."

ښاغلی صافی وړاندیز کوي چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د ملي وحدت حکومت مشران عملي اصلاحات پیل کړي.

دی وايي، که دا اصلاحات وخت نیسي په کار ده چې د خلکو له بېلابېلو ډلو او ټولو خواوو څخه جوړه شوې یوه مشورتي شورا د افغانستان د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

راپور:یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG