د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د درې افغان سیاسي حزبونو د احتمالي ائتلاف په اړه اندېښنې!


ظاهراً په حکومت کې د اصلاحاتو په هدف د درېیو ګوندونو تر منځ ائتلاف چې دوو یې تر ډېره‌ په خپلو کې سیاسي مخالفت درلود، ځینې اندېښنې پیدا کړې دي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، هغه څېرې چې په نظام کې برخه لري، خو د اصلاحاتو خبره کوي دغه موضوع د هېواد په خیر نه‌شي تمامېدای.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، که ائتلافونه په نظام کې د اصلاحاتو په هدف رامنځته کېږي دوی ترې ملاتړ کوي خو که غواړي نظام له ننګونو سرمخ کړي دا نو بیا ملي خیانت دی او هېواد به ۷۰مې لسیزې ته بوځي.

محمد اصف صدیقي.
محمد اصف صدیقي.

ښاغلي صدیقي د چهارشبنې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"موږ ټول په یوه کښتۍ کې سپاره یو که دغه کښتۍ هر څومره تخریبوو نو ټول به ډوبېږي، نیوکه پر ځای خبره ده خو نیوکه باید د شخصي ګټو لپاره ونه‌شي."

له تېرو دوو ورځو راپدېخوا په اجتماعي رسنیو کې د افغان حکومت د لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال او د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق تر منځ د ائتلاف د رامنځته کېدو په اړه مطالب خپاره شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ښاغلي محقق او جنبش اسلامي ګوند نظر هم ولرو خو بریالي نه‌شو.

په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالانو چې په کابل ښار کې یې د تحصن د خیمو په درولو کې هم برخه اخیستې وه په خپلو فېس‌بوک پاڼو کې د جنرال دوستم او عطا محمد نور تر منځ د ائتلاف رامنځته کېدل تائید کړي او دا یې ویلي چې د دغه ائتلاف په رامنځته کېدو سره یو لوی حرکت ترسره کېدونکی دی.

بل‌خوا یوې سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ټاکل شوې د عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، محمد محقق او صلاح‌الدین رباني تر منځ ائتلاف رامنځته شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه ائتلاف به ګواکې د حاکم ټیم له‌خوا د واک د انحصار پر ضد رامنځته کېږي.

شااوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور تر منځ د شمالي ولایتونو د امنیت د ټینګښت لپاره د ائتلاف د رامنځته کېدو په اړه رپوټونه خپاره شوي و.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد تائیدوي چې د ګوندونو تر منځ یو ائتلاف د رامنځته کېدو په حال کې دی خو دغه ائتلاف د حکومت پر ضد نه بلکې د حکومت په ملاتړ رامنځته کېږي، څو د حکومت پایې لا پیاوړي شي.

سیاسي کارپوه داوود مایار وايي، که ائتلافونه په نظام کې د اصلاحاتو په هدف رامنځته کېږي باید ویره ترې ونه‌شي.

داوود مایار
داوود مایار

نوموړي زیاته کړه:

"په حقیت کې د ائتلاف کلمه خوږه ده او باید له رامنځته کولو یې وېره ونه‌شي خو که د حکومت د تغییر لپاره رامنځته کېږي بیا نو دغه مسئله د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده."

د ښاغلي مایار په خبره که په افغانستان کې رامنځته کېدونکي ائتلافونه شخصي ګټې وپالي نو افغانستان به هم د سورې په څېر له ننګونو سره مخ او د داعش د نفوذ د پراختیا لپاره به زمینه برابره شي.

راپور: محمد حدېث پردېس

XS
SM
MD
LG