د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

نوی سیاسي ائتلاف: ولسمشر دي غیر قانوني اقدامات پای ته ورسوي


د عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمدنور په ګډون نوی ائتلاف له ولسمشر اشرف غني څخه غواړي چې له سیاسي توافق سره سم ولسمشر د لومړي مرستیال او د اجرائیه ریاست د مرستیالانو صلاحیتونو بیرته ورکړي.

د جنبش ملي د مشر، عبدالرشید دوستم، د جمعیت اسلامي د مشرانو صلاح الدین رباني او عطا محمد نور او د وحدت اسلامي ګوند د مشر محمد محقق په ګډون د افغانستان د ژغورنې لپاره ائتلاف پر ولسمشر اشرف غني د غیر قانوني اجرااتو او د سیاسي موافقې د ماتولو تور لګولی دی.

دې ائتلاف په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا سیاسي جریان به د هېواد له اساسي قانون سره سم د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي وحدت له موافقې سره سم د اجرائیه رئیس د مرستیالاانو د صلاحیتونو د اعادې لپاره هڅه وکړي.

په بیان کې دقیقاً هغه صلاحیتونه چې دې ائتلاف یې د اعادې غوښتنه کړې نه دي یاد شوي خو ویل شوي دي چې د ولسمشر له خوا د قوانینو د ماتولو، د اساسي قانون له چوکاټه د وتلو اجرااتو او شخصي غوښتنو او د ولسمشر د سلاکارانو له خوا د وزارتونو او نورو دولتي ادارو په چارو کې د لاسوهنو له کبله د هېواد روان وضعیت د ګډوډۍ خوا ته تللی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې ائتلاف کې شامل درې واړه مشران د حکومت جګپوړي چارواکي دي.

صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دی، عطا محمد نور د بلخ والي او محمد محقق د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال دی.

د دې ائتلاف ویاند بشیر احمد ته یینج د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا سیاسي ډله به د افغانستان په سیاسي ډګر کې خپل حضور ډېر ژر په هېواد کې دننه اعلان کړي:

ته ینج: دا ائتلاف به ډېر ژر خپل حضور اعلان کړي.
ته ینج: دا ائتلاف به ډېر ژر خپل حضور اعلان کړي.

"موږ غواړو چې خپل دا پریکړه لیک په هېواد کې دننه د سلګونه زرو خلکو په منځ کې مطرح کړو او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف موجودیت به په همغه ورځ رسماً اعلان کړو او دا کار به ډېر ژر په افغانستان کې وشي."

افغان حکومت د دې نوي ائتلاف غوښتنې غیر مسؤلانه بولي.

د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د دې ائتلاف له خوا مطرح شویو غوښتنو ته د اشارې په ترڅ کې ازادي راډیو ته وویل چې سیاستوال باید د هېواد له روان حالت سره مسؤلانه چلند وکړي:

مرتضوي: سیاستوال باید د هېواد له روان حالت سره مسؤلانه چلند وکړي.
مرتضوي: سیاستوال باید د هېواد له روان حالت سره مسؤلانه چلند وکړي.

"هغه شخصیتونه چې دا اعلامیه یې خپره کړې، په حکومت کې شامل دي او ځکه د دوی غوښتنې هم بيرته دوی ته راجع کېږي، ښاغلی عطا والي دی، محقق د اجرائیه ریاست مرستیال دی او دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال دی نو ځکه د حکومت جز دي او که انتقادونه هم کوي دوی ته هم متوجه کېږي، نو ځکه هیله من یو چې دوی د افغانستان مسایلو په برخه کې مسؤلانه چلند وکړي."

د افغانستان د ژغورنې لپاره ائتلاف په خپل بیان کې له انتخاباتو نیولې تر امنیتي وضعیت او د حکومت پرضد تر وروستیو مظاهرو پورې په بېلابېلو برخو کې پر حکومت انتقادونه کړي دي.

دې ائتلاف د دریو ډلو د استازو په ګډون د یوې دیرش کسیزې شورا د جوړېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې خپل دفتر به ډېر ژر په افغانستان کې پرانیزي.

بیان یادونه کوي چې دا ائتلاف به له نورو مهمو سیاسي جریانونو او ډلو سره هم اړیکي ټینګې کړي.

XS
SM
MD
LG