د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

مسلمیار: د نوي ائتلاف جوړونکي باید له دندو استعفاوې ورکړي


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، هغه لوړ رتبه افغان چارواکي چې نوی ائیتلاف يې جوړ کړی باید له خپلو رسمي دولتي دندو استعفا ورکړي.

د «افغانستان د ژغورنې» په نوم د یو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو له خوا د نوي رامنځته شوي ائتلاف په وړاندې د ځینو چارواکو، د مشرانو جرګې د رئیساو حقوقي کارپوهانو غبرګونونه.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، دغه ائتلاف سیاسي اپوزېسیون ته ورته دی.

ښاغلي مسلمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د بلخ والي عطا محمد نور چې دا ائتلاف يې رامنځته کړی باید له خپلو دولتي دندو استعفاوې ورکړي.

مسلمیار:دوی باید له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.
مسلمیار:دوی باید له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که د حکومت د اصلاح لپاره ائتلافونه جوړېږي او په حکومت کې داخل د اپوزېشن خلک د اپوزېسیون سلسله غوره کوي نو ښه دا ده چې دوی له خپلو دندو استعفاوې ورکړي او یا هم د خپلو داشان پروګرامونو څخه لاس په سر شي، دوی په نظام کې واړه خلک نه دي، په ځانګړي ډول دوه تنه يې د نظام په رهبرۍ کې دي باید کېنې او خپل پروګرامونه شریک کړي، په دې ډول چې هم په نظام کې اووسې او هم په اپوزېسیون کې د اخلاقو او قانون له اړخه سمه نه ده."

په دې وروستیو کې درې لوړپوړي افغان چارواکي حاجي محمد محقق، عطا محمد نور او صلاح الدین رباني ترکیې ته د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم لیدو ته ورغلل چې په یاده لیدنه کې یې «د افغانستان د ژغورنې» په نوم د یو ائتلاف اعلان هم وکړ.

د یاد ائتلاف په یوه بیان کې چې تېره ورځ خپور شو راغلي چې دا سیاسي جریان به د هېواد له اساسي قانون سره سم د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي وحدت له موافقې سره سم د اجرائیه رئیس د مرستیالاانو د صلاحیتونو د اعادې لپاره هڅه وکړي.

د دغه نوي ائتلاف جوړونکو پر ولسمشر اشرف غني د غیر قانوني اجراتو او د سیاسي موافقې د ماتولو تور هم لګولی دی.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، د دولت لاس ته راوړنې او ناکامي د نوي ائتلاف په جوړونکو پورې هم اړه لري ځکه په وینا يې یاد کسان هم پر لوړو دولتي پوستونو کار کوي.

د دغه ائتلاف د جوړولو خبره په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان پر پخواني والي احمد یشچي د جنسي زورونې تورونه پورې دي او له څه مودې راپه دیخوا په ترکیه کې استوګن دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې پر دوستم د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې جریان لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني بیا په کابل کې د جوزا د لسمې له خونړۍ حملۍ او مظاهرو وروسته له حکومته وغوښتل چې د ملي امنیت سلاکار او لوړ پوړي امنیتي مسؤلین له دندو لیرې کړي هغه غوښتنه چې د حکومت له خوا ونه منل شوه.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال بیا په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي وو چې له څو میاشتو راهیسې له ولسمشر سره په لیدنه نه دی بریالی شوی.

د بلخ والي عطا محمد نور له دې وړاندې خبر ورکړی وو چې د جمعیت ګوند د سهم د اخیستو په هدف يې له ولسمشر سره خبرې پیل کړي خو تر دې دمه یې د نتیجو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه هم د هغه کسانو له دولتي دندو څخه د استعفاوو غوښتنه کوي چې هم د حکومت غړي دي او هم د سیاسي ائتلافونو په جوړولو سره په دولت نیوکې کوي.

د دې ټولنې مرستیال ګل احمد مددزي ازادي راډيو ته وویل:

"دا سمه نه ده چې یو کس دي هم په حکومت کې دنده ولري او هم دې په حکومت نیوکې کوي، دا نو د نصرالدین هغه کیسې ته ورته ده چې د ونې په ښاخ ناست او د ونې تنه يې اره کوله."

د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا د نظام پرضد نه ده جوړه شوې.

منیر فرهاد.
منیر فرهاد.

نوموړي زیاته کړه:

" دغه ائتلاف د نظام نسکورېدل نه غواړي بلکې د ملي یوالي د حکومت او اوسني نظام د ملاتړ لپاره رامنځته شو."

بل خوا د جمعیت اسلامي ګوند وايي چې د ائتلاف د رامنځته کېدو په اړه بحثونه شوي خو تراوسه په رسمي ډول هیڅ ډول ائتلاف نه دی رامنځته شوی.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند واقف حکیمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې صلاح الدین رباني او عطا محمد نور د جمعیت اسلامي په استازیتوب د دغه ائتلاف د جوړېدو په بحث کې برخه اخیستې ده.

که څه هم د بلخ د والي ویاند وايي چې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف د نظام د ملاتړ په هدف رامنځته شوی خو تېرو ناندرو او یادو شویو مسایلو ته په پام سره داسې نه برېښي چې د حکومت مټ وګرځي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG