د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

همدرد: سیاسي تازه ائتلاف د شخصي امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره جوړ شوی


د افغانستان حزب اسلامي ګوند د سیاسي ګوندونو تازه جوړ شوی ائتلاف چې په کې جمعیت ګوند، حزب جنبش او د افغانستان د خلکو وحدت ګوند شامل دي، د افغانستان په ګټه نه بولي.

د حزب اسلامي پېژندل شوي غړي او په شمال زون کې با نفوذه سیاسي څېرې جمعه خان همدرد ویلي دي چې د افغانستان د نجات د عالي شورا ائتلاف چې د څو تنو پخوانیو جهادي قوماندانانو له‎خوا له هېواد بهر جوړ شوی اساسي هدف یې د شخصي ګټو خوندي ساتل او د امتیاز ترلاسه کول دي.

همدرد په دې اړه وویل:

"دا ائتلاف زه مؤثر نه ګنم، دا ډېره روښانه او ښکاره خبره ده چې دا د ځان ژغورنې لپاره ده، زه بیا دا وایم چې دوی کوم ظلم کړی او کوم ستم یې چې په شمال کې ترسره کړی،ځمکې غصب شوي، بانکونه او حتی ګمرکات هر څه چې په لاس راوړل شوي د دې د خوندي ساتلو لپاره دا کار شوی او دا ائتلاف د افغانستان لپاره نه مثبت او نه منفي تأثیر لرلی شي."

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد وايي چې د یاد ائتلاف اساسي هدف د یوه با قاعدې حکومت رامنځته کولو او له اوسني حکومت څخه په قانوني چارو کې ملاتړ دی.

منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د ائتلاف غړي هڅه کوي ترڅو د ملي یووالي پر حکومت فشار وارد کړي چې امنیتي وضعیت ته پام وکړي او امنه فضا حاکمه کړي.

منیر فرهاد
منیر فرهاد

فرهاد وویل:

"د ائتلاف اساسي هدف د یوه با قاعدې حکومت رامنځته کول او د اوسني حکومت یعنې د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ دی، خاصتآ په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو د راوستولو په برخه کې."

په همدې حال کې حزب اسلامي وايي، که د سیاسي رامنځته شوي ائتلاف اصلي هدف د شخصي ګټو خوندي ساتل نه‎وي او یوازې په ائتلاف کې د راټول شویو سیاست والو هڅه دا وي چې حکومت کې اصلاحاتو ته د راوستلو په برخه کې کار وکړي، باید یې د ټولو احزابو یوه سرتاسري شورا راغوښتې وی او له ټولو سیاسي طرفونو سره یې خبرې کړې وی.

د حزب اسلامي کلیدي غړی جمعه خان همدرد وايي چې د جمعیت ګوند، حزب جنبش او وحدت ګوند له مشرانو څخه رامنځته شوی ائتلاف هڅه کوي پر حکومت فشار وارد کړي او امتیازات ترلاسه کړي.

همدرد وویل چې حزب اسلامي به په هېواد کې هېڅ یوې سیاسي او غېرې سیاسي ډلې ته د حکومت د تضعیف کولو اجازه ورنه‎کړي.

همدرد زیاته کړه:

"که د افغانستان د ژغورنې په خاطر وي، په کار دا وه چې ټول تنظیمونه هغه که چپه دي او که راسته، هغه که جهادي دي او که غیر جهادي، ټول باید په یوه میز راټول شوي وای او د افغانستان د ژغورنې په خاطر یې اقدام کړای وای، خاصتآ د سولې په رابطه د امنیت په رابطه او د راتلونکو انتخاباتو په باره کې چې دا طرح حزب اسلامي هم وراندې کړې ده. اوس د افغانستان یا د شمال زون یو وړوکی ماشوم هم په دې پوهېږي چې دا ائتلاف ګټه نه‎لري او فقط پر حکومت فشار راوړل دي او له حکومته امتیاز غوښتنه ده."

تردې دمخه د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ هم د یاد ائتلاف غوښتنې غیر مسئولانه بللي او ویلي دي چې سیاست وال باید د هېواد د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره مسئولانه عمل وکړي.

د افغانستان د نجات د عالي شورا ائتلاف په خپلې لومړی بیانیه کې ویلي دي چې حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې مدیریتي ضعف لري او د حکومت له‎خوا د خلکو د غوښتو د پوره کېدو په برخه کې یې هم پر چارواکو نیوکه کړې.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG