د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

اجرائیه ریاست لویې څارنوالۍ ته د دوستم د ساتونکو حاضرېدل پرمختګ بولي


که څه هم د افغانستان اجرائیه ریاست د جنرال دوستم د یو شمېر ساتونکو د برخلیک په اړه څه نه وايي، خو لویې څارنوالۍ ته یې حاضرېدل مثبت ګام بولي.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې د احمدایشچي د قضیې په اړه د دوستم له ساتونکو څېړنې پیل شوي دي.

فیصل: د ایشچي د قضیې په اړه د دوستم له ساتونکو څېړنې پیل شوي.
فیصل: د ایشچي د قضیې په اړه د دوستم له ساتونکو څېړنې پیل شوي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"موږ تل د دې موضوع د هر اړخېز تحقق غوښتونکي یو او دا ډېر ښه بحث دی چې پرون د ولسمشر د لومړي مرستیال ساتونکي لوی څارنوالۍ ته د تحقیق لپاره ورغلي دي، دغه قضیه به څېړل کېږي چې دا په‎خپله په دې مسئله کې یو ښه پرمختګ دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د چهارشنبې په ورځ د جنرال دوستم اووه ساتونکي لویې څارنوالۍ ته د تحقیق لپاره ورغلي خو د ښاغلي دوستم یوه ویاند عبدالله قرلق بیا دا خبره ناسمه بللې ده.

ښاغلي قرلق له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې د ده د معلوماتو له مخې د ایشچي د قضیې په اړه د جنرال دوستم ساتونکي څارنوالۍ ته د تحقیق نه‎دي ورغلي.

د ښاغلي دوستم یو ویاند عبدالله قرلق
د ښاغلي دوستم یو ویاند عبدالله قرلق

نوموړی وايي:

"تراوسه چې زه کوم معلومات لرم هغه ساتونکي چې د عدلي او قضايي بنسټونو په خبره تر څارنې لاندې دي نیول شوي نه‎دي خو په اړه یې چمتوالی روان دی."

که څه هم د سې شنبې په ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د کور شاوخوا ګڼ افغان امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي وو، خو په خپله جنرال دوستم بیا دا ویلي و چې کور یې محاصره شوی نه‎دی.

د افغان حکومت یوې باروي سرچیني بیا ازادي راډیو ته ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونو د جنرال کور محاصره کړی و.

له دې ټولو سره-سره د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر بیا وايي چې د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال او ساتونکي یې باید د یوې ځانګړې محکمې له لوري محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG