د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

ګارډین: دوستم د ځورونې او تیري ادعاوو په لړ کې له افغانستانه ووت


ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې یوه مقاله لیکلی چې نوم یې دی د افغان ولسمشر مرستیال د ځورونې او تیري ادعاوو په لړ کې له افغانستانه ووت.

د لیکوال اشاره د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته وه چې د چارواکو په خبره د جمعې په ورځ د درملنې لپاره ترکیې ته ولاړ.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي ادعا کوي چې دوستم اود هغه ساتونکو د تېرکال په نومبر کې د اوزلوبې له یوه میدانه له ځانه سره یوړ او هلته یې ځورولی او ان جنسي تیری یې ورباندې کړی دی.

د ګارډین په لیکنه د طبي تحقیقاتو نتایج د ایشچي دا ادعا ثابتوي خو د دوستم یوه ویاند بشیراحمد ته‎ینج ویلي چې ایشچي له طالبانو سره د تړاو په دلیل نیول شوی وو.

د دې مقالي لیکوال د ولسمشراشرف غني له قوله لیکلي چې لویدیځو ډیپلوماټانو ته یې ویلي له قانون ماتوني او د زورواکو له معافیته ستړی شوی دی.

ولسمشرغني ویلي:« د قانون حاکمیت او حساب ورکول له دولته پیلېږي او موږ ورته ژمن یو.»

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه وړاندي لیکي:

ترکیې ته د دوستم سفر دا احتمال رامنځته کړی چې ښایې هغه له محاکمې تښتي.

د لیکوال په خبره دا پېښه په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په اړه د نړیوالې ټولنې د څه باندې یوې لسیزې هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.

ګارډین زیاتوي د طالبانو د رژیم ړنګېدل په دې معنی وه چې د افغانانو لپاره په امنه فضا کې د ژوند زمینه برابره شي، خو اوس په افغانستان کې زورواکي چې دولتي چارواکې هم په‎کې شامل دي، فساد او تاوتریخوالی کوي او د قانون پر وړاندې ځواب نه وایي.

اېنډین اکسپریس:

اېنډین اکسپریس ورځپاڼې بیا په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ډېرېدومسئله څېړلې ده.

دغې هندۍ ورځپاڼې د امریکا د سمه ییزو رسنیو له قوله لیکلي چې د امریکا د کابینې غړي ولسمشر ډونالد ټرمپ ته مشوره ورکوي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېرله ۸۴۰۰ څخه ۱۳۴۰۰ ته لوړه کړي.

په همدې راپورکې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیرله قوله راغلي چې وایي، هیله من دی د افغانستان د وضعیت په اړه د واشنګټن ارزونه ژر تر ژره بشپړه شي او سپینه ماڼۍ خپله پریکړه اعلان کړي.

که څه هم د امریکا دفاع وزیرجېمزمټېس ویلي په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو د ډېرېدو په اړه یې تراوسه ولسمشر ټرمپ ته وړاندیز نه‎دی کړی.

جېمز مټېس دا خبره د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر جنرال جوزېف ډنفورډ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې ده.

XS
SM
MD
LG