د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

افغانستان

لارنس: افغان حکومت دې د دوستم قضیه پرته له کوم سیاسي فشاره وڅېړي

په کابل کې د امریکا شارژدافیر هوګو لارنس پر افغان حکومت غږ کړی چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د لګېدلو تورونو د عدلي څېړنې په برخه کې دې تر هېڅ ډول سیاسي فشار لاندې نه‌راځي او په دې برخه کې دې عدالت پلی کړي.

هوګو لارنس د سې شنبې په ورځ د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل، دا یوه جدي حقوقي قضیه ده او هغه هڅې چې دې قضيې ته سیاسي او یا قومي رنګ ورکوي، په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او سولې د ټینګښت په زیان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه باور لرم چې افغان چارواکي باید عدالت تأمین کړي او تر هېڅ ډول سیاسي فشار لاندې رانه‎شي."

د افغانستان لویه څارنوالي له تېرو څو میاشتو راهیسې د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي د هغو ادعاوو په اړه څېړنې کوي چې وايي د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او ساتونکو یې شکنجه کړی او په جنسي توګه‌یې ځورولی دی.

عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسانو پر نوموړي لګېدلي تورونه پرله‎پسې رد کړي.

د تېرې جمعې په ورځ ارګ په یوه بیان کې له عدلي او قضايي ادارو وغوښتل چې ژر تر ژره دې دا قضیه سپینه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

محمدنبي: له چمپینز ټراپۍ وروسته له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو مشر لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل د بنګله‌دېش پر وړاندې له لومړۍ لوبې وروسته وویل، غواړي تر چمپینز ټراپۍ وروسته یو ورځنۍ سیالۍ پرېږدي.

محمدنبي د بنګله‌دېش پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېد چې په توپوهنه کې یې ۸۴ منډې وکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

نوموړي چې د کرکټ بورډ له رسنیزې څانګې سره تر لوبې وروسته خبرې کولې، وویل نه‌غواړي نور په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي.

هغه زیاتوي: "نه ډېر یې نه سره اوږدوو، انشاالله په ون ډی/یو ورځنیو سیالیو کې به چمپینز ټراپي/اتلانو جام نه بعد خدای پاماني سره کوو."

محمدنبي تر دې دمه په ۱۶۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده چې په ۱۴۵ پاڼیو کې یې ۳۵۴۹ منډې کړې دي، دوه سلیزې او ۱۷ نیمه سلیزې یې وهلي دي.

۳۹ کلن محمدنبي د افغان کرکټ د لومړنیو لوبغاړو له ډلې یوازېنی لوبغاړی دی چې دومره ډېرې یو ورځنۍ سیالۍ یې کړي دي، هغه په ۱۵۹ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې توپ اچونه کړې چې ۱۷۱ ویکټې یې اخیستي دي.

هغه درې ټېسټ سیالۍ هم کړې دي، خو بیا یې له یادو لوبو هم تقاعد اخستی دی، نوموړي له شل اوریزو سیالیو سره د مخه ښې په تړاو لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه لا هم د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې تر ټولو لوبغاړو مخکې په لومړۍ لیکه کې ځای لري.

د بې پولې خبريالانو سازمان په خوست کې د طالبانو له‌خوا د ژمن راډيو بندول غندلي

ارشیف
ارشیف

د بې پولې خبريالانو سازمان یا "آرایس‌ایف" په خوست ولايت کې د طالبانو له خوا د سيمه ييزې "ژمن" راډيو بندول غندلي او دا يې د مطبوعاتو پر ازادۍ بريد بللی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ نومبر ۶مه په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې ژمن راډیو د طالبانو د چارواکو له خوا د موسیقۍ د غږولو په تور تړل شوې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې دې راډیو ته زر تر زره د خپرونو د بیا پیل اجازه ورکړي.

تېره ورځ د خبریالانو ټولنې ویلي وو چې د ژمن راډیو د امر بالمعروف نهی عن المنکر ادارې له خوا د خپرونو په بګراونډ کې د موسیقي خپرولو له امله وتړل شوه.

د دغه مرکز د خبرپاڼې له مخې، په دې وروستیو کې د خوست ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر اطلاعاتو او کلتور ، د طالبانو د امنیت او استخباراتو ریاست د موسیقۍ او اعلاناتو پر نشراتو بندیز لګولی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دوی پر ازادو رسنیو ډېر محدویتونه وضع کړل چې په کې پر موسیقۍ بندیز هم شامل دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له اميرخان متقي سره ليدلي

اميرخان متقي او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جي پي سينګ
اميرخان متقي او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جي پي سينګ

د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيا احمد نن پنج‌شنبه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر د دغو لیدو کتو خبر او انځورونه خپاره کړي دي.

خبر کې راغلي، متقي له دغه هندي ډيپلوماته غوښتي چې افغانانو په ځانګړې توګه سوداګرو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي سینګ تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد هم سره هم کتلي و.

د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له‌‌مخې د دې لیدنې کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو، هند خپل سفارت بند کړ خو له افغانستان سره یې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې په بشري برخه کې مرستې کړې دي.

د طالبانو په ډزو غور کې يو تن وژل شوی يو ټپي دی

د غور ولايت نقشه
د غور ولايت نقشه

په سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې، طالبانو د سه‌شنبې په ورځ د مرغاب ولسوالي په جرقشلاق کلي کې دوه تنه ونیول او کله چې یې دوی د فیروزکوه ښار ته بيول د شاه تیغ د کوتل په سیمه کې یې ډزې پرې کړې دي.

د دې سرچینې په باور یو تن ساه ورکړې او بل یې سخت ټپي شوی دی، چې دا کس د مرغاب-فیروز کوه د لارې مسافرانو موندلی دی او روغتون ته یې بیولی دی.

طالبانو د دې کسانو د نیولو علت نه‌دی ویلی.

په غور کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم هم د دې کسانو د وژلو په اړه رسنیو ته معلومات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو په امر خوست کې د ژمن سيمه‌ييزه راډيو بنده شوه

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړ چې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په امر په خوست کې د (ژمن) په نوم سیمه‌ییزه راډیو بنده شوې ده.

د دې مرکز په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه راغلې دي چې، د دې راډیو د بندېدو علت د یوې خپرونې په ترڅ کې د موسیقي خپرول یاد شوې دي.

د خبریالانو مرکز په خوست کې د یوه خبریال په وینا لیکلي دي چې، (ژمن) راډیو پرون د غرمې له یوې نیمې بجې وروسته بنده شوه.

د خبریالانو مرکز د طالبانو دې پرېکړې ته اندېښنه ښکاره کړې ده او د خوست له سیمه‌ییزې ادارې یې هیله کړې ده چې د دې راډیو فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.

تر دې مخکې طالبانو په خوست کې د غرغښت په نوم د یوې راډیو خپرونې بندې کړې وې چې بیا یې څو ورځې وروسته بېرته خپرونې پیل کړې.

د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له ملايعقوب مجاهد سره ليدلي

ملا يعقوب مجاهد
ملا يعقوب مجاهد

د هند د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال جي پي سینګ په مشرۍ پلاوي په کابل کې د طالبانو له دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد سره پرون وکتل.

د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له‌مخې د دې لیدنې کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلې دي چې ښاغلي مجاهد له هندي پلاوي څخه په بشري برخه کې له افغانانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو، هند خپل سفارت بند کړ خو له افغانستان سره یې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې په بشري برخه کې مرستې کړې دي.

کرکټ؛ افغانستان بنګله‌دېش ته په لومړۍ يو ورځنی لوبه کې په لوی توپير ماتې ورکړه

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

په‌دې سیالۍ کې د بنګله‌دېش توپ اچونکو په پیلیزو اورونو کې ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې ۵ افغان توپوهونکو وسوځول، خو لوبډلمشر حشمت‌‌الله شهیدي او محمدنبي تر سلو منډو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې ۲۳۶ ته ورساوه.

محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمت‌الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان ونه‌کړای شول چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي، ټوله لوبډله یې په ۴۹.۳ اورونو کې وسوځېده.

د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې مستفیظ‌الرحمن او تسکین احمد څلورـ څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

افغانستان یو وار بیا د خپلو سوکه توپ اچونکو پر مټ وکړای شول، چې د بنګله‌دېش ټوله لوبډله په ۱۴۳ منډو په ۳۴.۳ اورونو کې وسوځوي.

افغان لوبډلې ته الله محمدغضنفر ښه وځلېد او ۶ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز راشدخان دوه، محمدنبي او عظمت الله عمرزي بیا یوه-یوه وېکټ واخیسته.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د نومبر میاشتې په ۹مه نېټه ترسره کوي.

ملګري ملتونه: سږکال افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه زيات شوی

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه زیات شوی دی.

دې ادارې نن چهارشنبې پر خپلې وېب‌پاڼې په یو بیان کې ویلي، د دوی د سروې له‌مخې سږکال په افغانستان کې پر نژدې ۱۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنار د کښت د زیاتېدو خبره په‌داسې حال کې کوي، چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او د راپورونو پر بنسټ تېر کال د کوکنارو په کښت کې ۹۵سلنه کمولی راغلی و.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د دې نوي سروې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې سروې ښيي چې سږکال د کوکنارو د کر مرکز د افغانستان جنوب لوېديځ ولایتونه دي.

کرکټ؛ افغانستان بنګله‌دېش ته د ۲۳۵ منډو هدف ورکړ

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د پیل شوې لومړۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه او افغان لوبډلې ۲۳۴ منډې وکړې.

دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې روانه ده، افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

په‌دې سیالۍ کې د بنګله‌دېش توپ اچونکو په پیلیزو اورونو کې ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې ۵ افغان توپوهونکو وسوځول، خو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي او محمدنبي تر سلو منډو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې ۲۳۵ ته ورساوه.

محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمت‌الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان ونه‌کړای شول چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي، ټوله لوبډله یې په ۴۹.۳ اورونو کې وسوځېده.

د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې مستفیظ‌الرحمن او تسکین احمد څلورـ څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

بنګله‌‌‌دېش به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

طالبانو په پروان، جوزجان او ننګرها کې يوشمېر کسان په دُرو وهلي

په جزاو محکوم شويو کسانو کې ښځې هم شاملې دي.
په جزاو محکوم شويو کسانو کې ښځې هم شاملې دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په حکم په پروان، جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې د ښځو په شمول څو تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، په جوزجان ولایت کې د ابتدایې محکمې د پرېکړې له‌مخې نهه کسان د شرابو پلورلو په جرم تورن شوي او هر یو په عام محضر کې له ۲۵ تر ۳۹ دُرو وهلو محکوم شوي.

په یادو کسانو کې د دېرشو کلونو څخه د کم‌عمره څلور ښځو یادونه هم شوې ده.

په ورته وخت کې د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې هم دوه تنه د یوی ښځې په ګډون د زنا په تور هر یو درې-درې کاله حبس او نهه دېرش دُرو محکوم شوي دي.

د ننګرهار ولایت ده بالا ولسوالۍ کې هم نن د ابتدایه محکمې د پرېکړې له‌‌مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

طالبانو په وروستیو کې پر هغو کسانو چې د دوی عدلي او قضايي ادارې یې په بېلابېلو جرمونو تورنوي، په عام محضر کې د ډاول سزاګانو عملي کول زیات کړي دي.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو پرله‌پسې له طالبانو غوښتي چې، پر تورنو کسانو دې په عام محضر کې جسمي سزاګانې نه عملي کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG